امرخېل: مسؤلین به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي.

نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي له امنیتي منسوبینو سره یې په جدیت د جلال اباد ښار پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د بې پروایۍ په صورت کې به سخت قانوني چلند ورسره کېږي.

د هغه په خبره د جلال اباد ښار د ګڼو امنیتي حوزو ځينې منسوبین یې بدل کړي او دغه راز تر دې وروسته چې په هره سیمه کې کومه پېښه رامنځ ته کېږي د همغه سیمې امنیتي منسوبین به یې په اړه ځواب ویونکي وي.

امرخېل ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت په امنیتي وضعیت کې به ژر تر ژره مثبت بدلون راشي او د ورته هدفي بریدونو د تکرار مخنیوی به کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ مازدیګر مهال یوه نامعلوم وسله وال کس په جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکونکې ووژلې.

د انعکاس تلویزیون د معلوماتو له مخې د دوی درې تنه ښځینه کارکوونکې چې له دفتره د کور په لورې روانې وې د یوه کس له خوا پرې ډزې وشوې او درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځایي سرچینو ویلي چې دوه تنه همکارانې د جلال اباد ښار بنګړیوالانو کوڅه کې او یوه بله د قصبې په سیمه کې وژل شوې.

د دوی د معلوماتو له مخې وژل شوې درېواړه د انعکاس تلویزین د دوبلې څانګې کارکوونکې وې.

په همدې حال کې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ویلي چې د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو د برید طراح او بريد کوونکی قاري بصير یې نیولی دی.

ننګرهار امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو اړوند دی او زياتوي چې له دې کس سره يوه تومانچه او ريکشا هم نیول شوې ده.

خو طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه پېښه ولسمشر اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله، طالبانو، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، ناټو، یوناما، د امریکا سفارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو غندلې او خواشیني یې پرې ښکاره کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي