د ویلنټاین د ورځې ډالۍ: یوې ښکاري مېرمنې زرافه ووژله

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه

په جنوبي افریقا کې د پټي په یوه مالک باندې له دې امله سخته نیوکه وشو چې یوه زرافه یې ویشتلې او د هغې زړه یې ورڅخه را ایستلی وه. دا پېښه د فبرورۍ میاشتې په پیل کې د جایزه لرونکي ښکار په یوه کمپاین کې واقع شوه.

په فېسبوکپاڼه کې د میريلیز ون ډر انځورونه پورته شوي وه چې د زرافه په وینو ککړ زړه یې په لاس کې وه. له انځور سره یې لیکلي وه، ‘ په تعجب کې یم چې د زرافې زړه څومره لویوالی لري. آیا دا لوی دی؟ زه د ویلینټاین د دې لویې ډالۍ لپاره ډېر هیجاني یم.
د فېسبوک په یوه بله لیکنه کې میریلیس لیکي چې هغه د تېر کال په پرتله د یو بل تور لوی نر زرافه د ښکار کولو په تمه ده. دی په لاس کې ټوپک نیولی له یوه مړه شوي حیوان سره ولاړه ده. هغه وایي چې ما بې شمېره حیوانات وژلي خو په هر ځل ورته هیجاني کېږم. دغه کمپاین د یوه خاوند له خوا د خپلې مېرمنې لپاره د ویلنټاین د ورځې په توګه ترتیب شوی وه.

Hunter whose giraffe photo went viral says she's 'absolutely' still hunting:  'I am proud of that giraffe' | Fox News

میریلیس وایي:

”زه په خپلو سترګو باور نشم کولای. یو تور، لوی او زوړ زرافه. دومره زوړ چې څښتن به یې دا ګومان هم نه وي کړی چې دا به تر درېيو میاشتو هم ژوندی پاتې شي. زما ګران خاوند پدې پوهېده چې دا زما یوه هیله ده او پداسې حال کې چې له رخصتیو بېرته راګرځېده زما لپاره یې دا رومانټیک پنځه ستوری کار ترسره کړ. ما لکه د یوه ماشوم غوندې هره ورځ شمېرله“.

د طبعیت ساتنې د نړیوالې اتحادیې له مخې زرافه د نه خوندي حیواناتو له ډلې شمېرل شوې. د زرافې تر وژلو وروسته مېرمن میریلیس وايي چې ‘ ما په احساساتو غلبه وکړه ځکه دا هغه وخت وه چې ما یې له کلونو انتظار ایسته’.

دوی دعوی لري چې د یوه حیوان وژل د نارینتوب نښه ده. د هغه لیکنه پر فیسبوک پاڼه کې د لسګونو کمینټونو په واسطه تر کلکې نیوکې لاندې راغله. یو چا په کمینټ کې ورته لیکلي وه ‘ زه حیران یم چې تا په نړۍ کې له یوه عاجز، خوږ او ښکلي حیوان سره څه وکړل’.

یو بل چا ورته ویلي وه چې لعنت د وي په تا.

د حيواناتو لپاره د اخلاقي تداوۍ خلک د میریلیس له پوسټ څخه پخوا لا شرمنده وه او همدارنګه بشپړه لېوالتیا یې درلوده چې د ټولنیزو رسنیو له میدان څخه خپل آدرس لرې کړي.