خلیلزاد او عبدالله پر بین الافغاني مذاکراتو غږیدلي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شورا رییس له خپلو مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ له یو شمېر غړو سره نن د دوشنبې سهار د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې د خبرو په چټکتیا او د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې د هوکړې په بیاکتنې ټینګار شوی دی.

خبرپانه کاږي، دواړو خواوو همدا راز په دوحه کې د سولې خبرو پر دویم پړاو کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې د بایډن ادارې تر واک ته رسېدو وروسته دا د خلیلزاد لومړی سفر دی چې افغانستان او د سیمې هیوادونو ته یې کوي.

خلیلزاد داسې مهال افغانستان او سیمې ته سفر کوي چې تېره ورځ د دوحې د هوکړه لیک یو کال پوره شو.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوحې د هوکړې یو کال پوره شو، سره له دې چې د دغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې دي خو بیا هم مذاکرات مثبت لور ته روان دي.

هیره دې نه وي چې افغان حکومت ویلي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي.

د هغه په وینا یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو، خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې.

سید سعادت منصور نادري همدا راز ټینګار کړی چې لا هم د افغانانو ستره غوښتنه اوربند دی او که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو لومړی دې اوربند وکړي.

نادري دغه راز وایي چې د دوحې هوکړه افغانانو ته هېڅ مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي