روغتیا وزارت ویلي چې چین له افغانستان سره د څلور سوه زره ډوزه واکسینو مرستې ژمنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان د کرونا ضد واکسینو مرسته وکړي.
روغتیا وزارت وایي چې چین څه موده وړاندې له افغانستان سره د دوه سوه زره ډوزه کرونا واکسینو مرستې ژمنه کړې وه خو د روغتیا وزارت په غوښتنه یې دغه شمېر څلور سوه زرو ته لوړه کړی دی.
د دغه وزارت په خبره، وانګ یو ټینګار کړی دی چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هند، افغانستان ته ۵۰۰۰ زره دوزه د کرونا ضد واکسین راولیږل.
د دغه واکسینو د راتګ په مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري ویلي وه، ترڅو چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.
هغه مهال هم نظري یادونه کړې وه چې دغه واکسین به په لومړیو کې روغتیایي کارکوونکو او له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې سبا کوي، او همدا ډول به یې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي.
چارواکو زیاته کړې وه، دغه واکسین د استرازینیکا هندي څانګې له خوا تولید شوي دي چې په دوو پړاوونو کې به ۲۵۰ زره افغانانو ته ورکړل شي.