پاکستان: طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسېدو خوبونه نه ګوري

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره موافق نه دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې افغانستان نه دی او د حکومت جوړښت یې په اسانۍ نه شي ماتېدلی.

د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، چې هېواد یې د یو سوله ییز افغانستان ملاتړی دی او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بابر افتخار زیاتوي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي او نه هم غواړي چې په افغانستان کې بیا کومه سیاسي تشه رامنځته شي.

نوموړی له طالبانو سره د پاکستان اړیکې تاییدوي خو زیاتوي، داسې هم نه ده چې دغه ډله په ټولیزه توګه د دوی په اشاره کړنې ترسره کوي.

بابر همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه د افغانانو کار دی او دوی په دې تصمیم کې هیڅ مداخله نه کوي.

د پاکستاني پوځ ویاند دغه راز ویلي چې طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدای او نه هم جګړه د حل لار ده نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره نرمښت وښیي او دا اوږده جګړه د ډیپلوماسي له لارې پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د سولې بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي، په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هم د سولې پر هوکړه هم جنجالونه راپورته شو ي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي