د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.
نوموړي د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشوره کوي.
بایډن زیاتوي، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.
بایډن د اروپایي هېوادونو مشرانو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه، امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د مخکې تلو په اړه به له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي.
د جو بایډن له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټېن هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه ونه وځي.
نوموړي د دې تړون له غړو مننه وکړه چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي.
هغه دا هم وویل چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.
دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي وه چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.
ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.
د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر.
هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.