د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې له دوی سره شوې هوکړه باید عملي کړي.
نوموړي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نه کړي نو ارګ به محاصره کړي او تر هغه به محاصره دوام ولري تر څو چې غوښتنې یې عملي شوې نه وي.
حکمتیار په ارګ کې حاکمه کړۍ فاسده او بېکاره وبلله او په وینا یې له خپلو پلویانو به وغواړي چې دغه کړۍ د پرچمیانو په څېر محاصره کړي.
د هغه په وینا په څو لنډو ورځو کې به په کابل کې پراخ لاریونونه پيلوي او ارګ به محاصره کوي.
د نوموړي په خبره که یې حکومت هوکړه عملي نه کړي نو ارګ به تر هغه محاصره کړي چې پر ملت د مفسدینو واکمني ختمه شي.
حکمتیار همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د یوې نوې جګړې لپاره تیاري روانه ده.
نوموړي چې نن یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، باوري اسناد او معلومات لري چې د سیمې هېوادونه له څو بندرونو افغانستان ته نوې وسلې، تجهیزات او وسایط لېږي.
د هغه په وینا افغان حکومت ددغه فعالیتونو مخه نه نیسي او داسې ښکاري چې حکومت هم د سولې د تخریب په لټه کې دی او د بلې جګړې لپاره تیاری روان دی.
نوموړي ویلي دغه وسلې او تجهیزات تر ډېره پر هغو جنګي قومندانانو وېشل کېږي چې له طالبانو سره د جګړې سابقه لري او حکومت غواړي له دې لارې دوی وځپي.
حکمتیار پر امریکا غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتیني اقدامات وکړي، د جګړې ددوام عوامل دې ختم کړي، د سولې هوکړه دې عملي کړي، د سرتېرو د ایستلو پروسه دې چټکه کړي او تر څنګ یې د سولې د سبوتاژ په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو مخنیوی وکړي.
حکومت تر اوسه د حکمتیار پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.