محب: طالبان خپلواک نه دي او لا هم د خپل بادار په اشاره غږیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن یوې خبرې غونډې ته وویل چې طالبان اوس هم خپلواک نه دي او د خپلو بادارنو خبرو ته اهمیت ورکوي.

محب زیاتوي، چې طالبان افغان حکومت او ولس ته فریب ورکوي او د هغوې دا ناممکنه شرطونه به هیڅکله ونه منل شي.

د محب په وینا، طالبان لومړی د نظام ړنګیدل غواړي، هغوې تاوتریخوالي ته ورځ تر بلې شدت ورکوي نو افغان حکومت ته هم د هغوې شرطونه د منلو نه دي.

محب زیاته کړه چې طالبانو په سیاست کې ماتې خوړلې ده او اوس مهال یوې پراخې جګړې ته د چمتوالي په حال کې دي.

محب همدا راز زیاتوي، چې د افغان دولت لومړیتوب سوله او په هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي خو طالبان سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري او په بېلو پلمو د خبرو مېز پرېږدي، خپلې نامشروع جګړې ته دوام ورکوي او په همدې توګه غواړي ځان د زور له لارې واک ته واک ته ورسوي.

د هغه په وینا، طالب یا قدرت غواړي یا جګړه کوي او دا دواړه غوښتنې د بل چا په اشاره کوي.

محب زیاته کړې چې په مطلق ډول د قدرت غوښتنه، سوله کول نه دي او طالبان دې د موقت حکومت خوبونه نه ګوري.

محب د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان دې راشي سوله دې وکړي او له سولې وروسته موږ هرې قربانۍ ته چمتو یو خو له سولې وړاندې د طالبانو شرطونه د منلو نه دي.

د نوموړي په وینا، افغان دولت سولې او جګړې دواړو ته پوره چمتوالي لري او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي