ليکنه: صديقه پوپلزۍ
هر ماشوم ته د ستونزو حل لپاره یې باید مهارت ور زده شي، ځکه دا کار له دوی سره ډېره مرسته کوي.
د ماشوم د ذهن په وده کې ورسره مرسته، چې هر کار په ښه توګه حل او د هر ډول ستونزو څخه ځان خلاص کړي.
کله چې ماشوم داسې مهارتونه زده کړي ماشوم نوښتګر روزل کیږي او دا پرمختګ د دوی د خوشالي سبب کیږي، او کله چې کوم کار ترسره کوي یا هم د درس په وخت کې نو د هغه ستونزې د حل لاره هم خپله پیدا کوي او همداسې اړوندو مسایلو د حل وړتیا پیدا کوي.
که ماشوم کمزوری وروزل شي او هېڅ ډول لارښوونه ورته ونشي نو د ستونزو پر وړاندې به د خواشینۍ احساس وکړي او اعتماد پر نفس به یې هم له منځه لاړ شي؛ چې تر لویوالي پوري دا خپله منفي اغېزه ښندي.
د ستونزو د حل مهارت لرل د باهوښه کسانو نښه ده ځکه کوم کسان چې هوښیار او ځیرک وي تل هر کار او هره ستونزه په ښه توګه حلولای شي؛ او ماشوم خپلواک روزي،کله چې ماشوم تل د کورنۍ یا مور او پلار پوري تړلی اوسي هېڅکله په یوازي ځان سره څه نشي ترسره کولای.
د ستونزو د حل مهارت د اروایي انډول لامل ګرځي، او پر ځان د باور لوړولو لامل کېږي، د ځان د باخبرۍ، خپلواکۍ او بسیاینې لامل ګرځي.
د عقل، استدلال او فکرونو په وده کې مرسته کوي، د دې مهارت په وسیله فکر او عقل ښه وده کوي او کولای شي په هره برخه کې د عقل څخه په ښه ډول ګټه واخلي.
د غم او خفګان پر وړاندې ځواک زیاتوي، او د هر ډول ستونزو پر وړاندې غښتلی کېږي.
که موږ دا مهارت خپلو ماشومانو ته زده نه کړو، نو بیا ماشوم نشي پوهېدای چې د ستونزې پر مهال څه وکړي.