ډیورنډ کرښې ته نیږدې وسله والو کسانو په پاکستاني پوځیانو برید کړی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د راپورونو له مخې د کویټې د چمن په اڅکزیو توبه سیمه کې نن ماښام وسله والو کسانو د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی، چې ۸ پاکستاني پوځیان یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني پوځ هم تایید کړې، چې نن ماښام یې په چمن کې ۸ پوځیان وژل شوی دي، خو تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان په بلوجستان ایالت کې ډير کله بلوڅ بیلتون پال، پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۶ پوځیان وژلي وو.
په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په کوېټه سیمه کې ډير کله پر ځايي خلکو خو تر ډيره پر پښتنو باندې د ظلمونو راپورونه ورکول کیږي.
هیره دې نه وي چې له تیرو دری کالونو راهیسې هلته د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم د پښتنو د حقوقو د خوندیتوب او د پوځ د ظلمونو په خلاف زرګونه پښتانه راپورته شوې او د یاد هېواد پر ضد یې لاریونونه او غونډې پیل کړې، چې لا هم دوام لري.
د مالوماتو له مخې په یادو سیمو کې پاکستاني پوځ، په بیلابیلو نومونو ترهګرې ډلې ځای پر ځای کړي، چې پوځ بیا د عملیاتو په بهانه په سیمه کې عملیات کوي، چې زرګونه پښتانه یې له خپلو سیمو بې ځایه کړي، وژلي او زندانونو ته لیږلي دي.
د پاکستان د پوځ د ظلمونو او عملیاتو له ویرې شاوخوا لس زره کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته هم راکډه شوي، چې لا یې هم خپل وزیرستان ته د تللو امکان نشته.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي