د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایللو له ویرې په ټاکنو کې د درغلیو ویره څرګنده کړې.
په “پنسلوانیا” کې د لاریون ګډونوالو ته په خطاب کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خندا (طنزیه توګه) وویل، چې د پایلو نیټه باید وغزول شي، ترڅو نور خلک هم رایه ورکړي.
هغه وویل، چې د نتایجو ځنډول ناهیلې کوونکي دي، کله چې یي وخت ؤو، نو خلکو ته د رایه اچوني موقع ولې ورنه کړی شوه، درغلي به د ۳ نومبر په جریان کې ترسره کېږي، چې دا موقع ستره محکمه ورکوي.
د امریکا ولسمشر وویل، کاش ستره محکمه زما سره ښه چلند ته دوام ورکړي او خپله پرېکړه د ٣ د نومبر په هکله ډاګیزه کړي. ټول سره یو شئ، د رایې ورکولو حوزو ته لاړشئ او خپل ماتحت افسران راوباسئ ترڅو خپله رایه وکاروئ.
ټرمپ زیاتوي:
“زه نېکمرغه یم، چې ستاسو ولسمشر یم.“
که د پنسلوانیا پایلي د جمهوري غوښتونکو په ګټه وي، نو بریا به تضمین شي.
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۳ نیټه کېږي او تمه ده، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دیموکراټانو کاندید “جو بایډن” تر منځ به نږدې سیالي وي ،دا په داسې حال کې ده، چې د عوامو په ټولپوښتنې کې ډونالډ ټرمپ د هغه سیال جو بایډن څخه وروسته دی.
د یادونې وړ ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل لپاره د جمهوري غوښتونکي کاندید دی. هغه په ۲۰۱۶ کال کې “هیلري کلنټن “ته ماتې ورکولو وروسته ولسمشر وټاکل شو، که څه هم؛ هغه وخت ټرمپ مشهور رایو کې له “هیلري کلنټن” څخه وروسته پاتې و.