لیکنه: ملیحه ناصري
ښاغلی قیام الدین خادم د پښتو ادب نومیالی شاعر، لیکوال، ژباړن، څېړنپوه، ژورنالیسټ/ خبریال و چې پښتو ته یې ډېر خدمتونه کړي دي. د شاعرۍ او لیکوالي موخه یې د پښتون ولس ویښول او د فکرونو رغول وو.
ښاغلی قیام الدین خادم د ملا حسام دین زوی او د ملا علي ګل اخوندزاده لمسی و. اصلاً د کونړ د اخوندزادهګانو دی. په قام زاخېل او بیا مومند و. په ۱۳۲۵ل. ل کې د ننګرهار په کامه کې زېږېدلی و. آر تخلص یې( خادم) دی؛ خو ځينو ځایونو کې د نسب او نیکونو پر نومونو هم یاد شوی؛ مثلاً کله ( میاعمرزی)، کله( کاموي، زاخیلي، سیلاني).
صرف، نحو، منطق، حکمت، فقه، تفسیر، حدیث، مناظره، اصول فقه، طب، کلام یې لوستي وو. ډېر وخت یې سفرونه هم کړي چې د ژوند ۱۵کاله یې په سفر تېر کړي. پېښور، کوهاټ، ډيلي، لوډهیاني، لواړګي ته تللی و. لومړنۍ دنده یې معلمي وه. دی پخپله په دې اړه وايي:
“د لواړګي په یو کلي کې مې اویا هلکانو ته لیک او لوست ورزده کاوه. زه موفق شوم چې په درېیو میاشتو کې هلک خواننده او په شپږو میاشتو کې یې خواننده او نویسنده کړم.”
ښاغلي خادم پښتو شاعري او لیکوالي هغه مهال پیل کړې وه چې لواړګي کې و. پښتو، اردو، څه نا څه انګلیسي او دري ژبه باندې پوهېده. متجسس شخصیت او د کایناتو نظام ته ملتفت و. هر هغه څه به یې چې لیدل، چټک نظر یې نه کاوه، د هغه پر خلقت، جوړښت او ماهیت کې یې ژور فکر کاوه. خادم صیب وايي:
“زما یاد دي چې زه وړوکی وم او چېرته لرې د خپلوانو کره اوسېدم. هلته یوه ښځه وه چې هغې به تل زه پر دې خبره ترټلم: [ته څومره ډېرې پوښتنې کوې!] زه اوس پوهېږم چې دا زما فطرت او تقاضا وه.”
ښاغلی خادم په نظم او نثر کې ډېر کتابونه لري؛ لکه: د ملغلرو امېل، څاروان، بلکا، نصوص الحکم، لرغوني پښتانه قومونه، د پښتو ننني لیکوال، روهي ګلونه، نوی ژوندون، نوې رڼا، د شریف سرګذشت، خیالي دنیا….
د شعر بېلګه یې:
صحیح لاره به ښایم، که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم، که وم وم، که نه وم نه وم
د حق د پیروي نه مې بل څه په زړه کې نشته
چې څه یمه همدا یم که وم وم که نه وم نه وم
ازاد یم زېږېدلی بندهګي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم، که وم وم ، که نه وم نه وم
په بډو، خوشامندو مې ځان خوښ نه دی چې غټ شم
که غټ یم خو همدا یم، که وم وم، که نه وم نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې د قام له څه جهته
دښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم نه وم
په ماته کښتۍ سپور یم، طوفانونه دي په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم نه وم
خدمت د خپلې ژبې، قام، وطن زما مسلک دی
په دې مینه به پایم، که وم وم، که نه وم نه وم
په ټينګ عهد و پیمان چې مې بیعت ورسره کړی
د ده په تولا یم که وم وم، که نه وم نه وم
لرم ښکلي تخمونه چې ګلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم که وم وم، که نه وم نه وم
د ناز په خوب ویدې غونچې به ورو-ورو ویښومه
«خادم باد سبا یم، که وم وم، که نه وم نه وم»!
ښاغلی قیام الدین خادم د ویښو زلمیانو د ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه هم و. سیاسي چارې یې هم سمبال کړې وې؛ خو هغه وخت چې د ( افغان ملت) ګوند غړی و، بیا چې د ملت په نوم ډله ترې جلا شوه، دی هم خپه شو او سیاست سره یې مخه ښه وکړه.
په ۱۳۵۷ل ل کې د وخت د حکومت له خوا ونیول شو. هلته یې د زندان د تورو تمبو تر شا پوښتنې او څېړنې ترې کولې. ده ورته وویل چې زه تحقیق نه درکوم، زه د دې هېواد لیکوال او خدمتګار یم،ستاسې مشر زما کشر او شاګرد و.
دا خبره نور محمد ترهکي ته ورسېده. سمدستي یې خوشې کړ. ښاغلی قیام الدین خادم په ۱۳۵۸ل. ل کې ومړ او په پلرنۍ هدیره کې ښخ شوی دی.