دېرش کارونه چې د دې سبب ګرځي، یو بریالی مدیر واوسئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
یو بریالی مدیر د هغو ځانګړتیاوو ټولګه لري، چې د دې سبب ګرځي، د بریا په لاره کې ښې کړنې ترسره کړي او له خپلو فعالیتونو څخه مطلوبه پایله واخلي. په دې لیکنه کې د یوه بریالي مدیر په دېرش ځانګړتیاوو باندې رڼا اچوو .
۱ ـــ هره ورځ یو نوی څیز وازمایئ
هره ورځ هڅه وکړئ، چې یو نوی کار ترسره کړئ، حتا که ترسره کول یې سخته هم وي او یا مو نه خوښېږي، چې ترسره یې کړئ.
۲ ـــ د خپل ځان لپاره یوه بده ورځ مه جوړوئ
د یوه شرکت مدیریت کول سخت کار دی او هره ورځ له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږئ. مه پرېږدئ، چې ستونزې ستاسو لپاره یوه بده ورځ جوړه کړئ.
۳ ـــ له ورځنیو پېښو څخه خبر واوسئ
خبرونه وڅارئ، ترڅو له ورځنیو پېښو څخه خبر شئ.
۴ ـــ بېلابېلو مراسمو ته، چې وبلل شوئ، لاړ شئ
په بېلابېلو ناستو او مراسمو کې ګډون کول، د دې سبب ګرځي، چې له بېلابېلو افرادو سره آشنا شئ او دا افراد ښایي په راتلونکې کې له تاسو سره مرسته وکړي.
۵ ـــ تل د نویو تګلارو د ازمویلو په حال کې واوسئ
تل هڅه وکړئ، چې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره، نوې لارې پیدا کړئ.
۶ ـــ فکري او خلاقانه لوبې ترسره کړئ
که د کوم کار د ترسره کولو لپاره مناسبه آیډیا نه لرئ، لوبې وکړئ. فکري لوبې او هغه لوبې چې په هغو کې باید کوم څه جوړ کړئ، له تاسو سره مرسته کوي،‌ له رنگونو سره لوبه یوه ښه تګلاره ده.
۷ ـــ مدیرانو او یا د سازمان مهمو غړو ته د برېښنا لیک له لېږلو څخه مه وېرېږئ
باید وکولای شئ، له خپلو مدیرانو سره په اړیکه کې واوسئ او د ستونزو په اړه ورته ووایئ، په دې کار سره به هغوی له تاسو سره مرسته وکړي.
۸ ـــ د خپلو کارونو مهالوېش ته دقت وکړئ
تل هڅه وکړئ، چې په ټاکل شوي وخت، خپلو دندو ته رسېده ګي وکړئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې کارمندان مو هم له تاسو څخه پیروي وکړي.
۹ ـــ هغه کار، چې خپله نه غواړئ ترسره یې کړئ، نورو ته یې مه سپارئ
کاري چاپېریال په بېلابېلو شرایطو کې ډېر ستړی کوونکی کېږي او ښایي کوم کار ترسره نه کړئ، دا کار نورو ته مه سپارئ او هڅه وکړئ، چې تل په شرکت باندې مثبت شرایط حاکم وي.
۱۰ ـــ په یوټیوب کې د بېلابېلو شرکتونو د بریالیو مدیرانو ویډیو ګانې وګورئ
په یوټیوب او نورو سایټونو کې د بریالیو مدیرانو او افرادو ویناوو ته غوږ نیول، د دې سبب ګرځي، چې نوي څیزونه زده کړئ.
۱۱ ـــ مډیټېشن وکړئ
په ورځ کې شل دقیقې مډیټېشن وکړئ، ترڅو آرامه ذهن ولرئ.
۱۲ ـــ په خپل کار پورې اړوند غږیزو کتابونو ته غوږ ونیسئ
ښایي له یو ساعت موټر چلونې وروسته خپل کار ځای ته ورسېږئ. په دې وخت کې هڅه وکړئ، چې په خپل کار پورې اړوند غږیزو کتابونو ته غوږ ونیسئ.
۱۳ ـــ هره ورځ په مثبت لید سره یې پیل کړئ
تل روحیه لرونکی واوسئ، ستاسو ښه روحیه په کارمندانو باندې مو هم اغېز ښندونکې ده.
۱۴ ـــ د خپل ټیم د ټولو غړو لپاره وخت په پام کې ونیسئ
هڅه وکړئ، چې د ټولو هغو افرادو خبرو ته، چې په ټیم کې مو شتون لري غوږ ونیسئ او ستونزې یې حل کړئ.
۱۵ ـــ د موټر چلوونې پرمهال له وخت څخه ښه ګټه واخلئ
د موټر چلوونې پرمهال کولای شئ، نور کارونه ترسره کړئ. کله چې په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې بند پاتې یاست، کولای شئ له خپلو همکارانو سره خبرې وکړئ او له هغوی سره خپلې کاري ناستې همغږې کړئ.
۱۶ ـــ کاري ناستو ته په بشپړو معلوماتو سره لاړ شئ
مخکې تر دې، چې کاري ناستې ته لاړ شئ، په اړه یې معلومات ولرئ، دا معلومات د یوه کاغذ پرمخ یاددښت کړئ، ترڅو له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره، ښه ناسته ولرئ.
۱۷ ـــ د یوه بریالي مدیر په توګه یوګا مه هېروئ
د یوګا ورزش له تاسو سره ډېره زیاته مرسته کوي، ترڅو وکولای شئ، سخت کاري شرایط تر شا پرېږدئ.
۱۸ ـــ له هغو کسانو سره کار وکړئ، چې ستاسو مهارتونه بشپړوي
د یوه بریالي مدیر په توګه، باید د بېلابېلو کارونو په ترسره کولو کې لوړ مهارت ولرئ. د دې کار لپاره غوره ده، له هغو کسانو څخه ګټه واخلئ، چې ستاسو مهارتونه بشپړوي.
۱۹ ـــ له ویده کېدلو څخه مخکې لږ پلی مزل وکړئ
موسیقۍ ته له غوږ نیولو پرته، له ویده کېدلو مخکې دېرش دقیقې پلې مزل، د دې سبب ګرځي، چې له تشویش او اندېښنې لرې آرامه ذهن ولرئ.
۲۰ ـــ خیالبافي وکړئ
ذهن مو آزاد پرېږدئ او د بېلابېلو مسایلو په اړه فکر وکړئ. خیالبافي وکړئ او هر څه ته په بل لید سره وګورئ.
۲۱ ـــ مناسبه تغذیه ولرئ
یو سالم سبا ناری د دې سبب ګرځي، چې بدن مو د ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي انرژي ولري.
۲۲ ـــ کاري مسایل کور ته مه وړئ
کاري مسایل د کور له چاپېریال څخه لرې کړئ، ترڅو وکولای شئ آرامه شېبې ولرئ.
۲۳ ـــ راتلونکې په داسې بڼه تعریف کړئ، چې ټولو ته د منلو وړ وي
د راتلونکې په اړه د خبرو کولو پرمهال داسې چلند وکړئ، چې ټول وکولای شي، راتلونکې ستاسو له لید څخه وګوري.
۲۴ ـــ ورزش وکړئ
هره ورځ ورزش کول روحیه مو ښه کوي او د دې سبب ګرځي، چې په ډېرې انرژۍ سره کار وکړئ.
۲۵ ـــ وېرېږئ مه او له ستونزو څخه مه تښتئ
هڅه وکړئ، چې په سختو شرایطو کې، وېرې ته د خپل ځان په لور لاره ورنکړئ، په دې شېبه کې باید شرایط متوازن کړئ. له بېلابېلو افرادو سره خبرې کول او د هغوی له لارښوونو څخه ګټه اخیستنه، د دې سبب ګرځي، چې وکولای شئ شرایط په ښه توګه کنټرول کړئ.
۲۶ ـــ په کافي معلوماتو سره تصمیم نیونه وکړئ
مخکې تر دې، چې تصمیم ونیسئ، هڅه وکړئ چې کافي معلومات تر لاسه کړئ، د یوې موضوع په اړه د معلوماتو لرل، د دې سبب ګرځي، چې سم تصمیمونه ونیسئ.
۲۷ ـــ د خپلو ورځنیو مهمو کارونو لېست جوړ کړئ
د خپلو ورځنیو درې مهمو کارونو یو لېست جوړ کړئ او هڅه وکړئ، چې پای ته یې ورسوئ.
۲۸ ـــ کارمندان مو پوښتنې کولو ته وهڅوئ
داسې شرایط را منځته کړئ، چې کارمندان مو وکولای شي، چې د خپلې کاري راتلونکې په اړه پوښتنې وکړي.
۲۹ ـــ هره ورځ له یوه پېرېدونکي (مشتري) یا مخاطب سره خبرې وکړئ
له پېرېدونکي سره خبرې کول د دې سبب ګرځي، چې وکولای شئ بېلابېل فیډبکونه را ټول کړئ او په هغو سره د خپل شرکت په بهیر کې بدلونونه رامنځته کړئ.
۳۰ ـــ هره ورځ خپل برېښنا لیکونه چک او هغو ته ځواب ورکړئ
هڅه وکړئ، چې برېښنا لیکونه مو مدیریت کړئ. په بېلابېلو فولډرونو کې یې ځای پرځای کړئ، ترڅو د لومړیتوب په ترتیب سره، ځواب ورکړئ.