ولې ځیني کسان ډیرې خبرې کوي یا خاندي؟ په اړه یې ارواپوه درسره غږیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
مرکه: صدیقه پوپلزۍ

د یاران درنو لوستونکو آیا داسې کسان مو لیدلي، چې ډېرې خبرې کوي، ډېر خاندي او په اصطلاح نور ترې په عذاب وي؟ نن د همداسې یوې اروايي ګډوډۍ اړوند له استاد شرف الدین عظیمي سره غږېدلې یم.
د دې موضوع فکر هله راته پيدا شو، چې د یوې بلې مرکې په موخه د استاد دفتر ته راغلې وم، هغه مهال له یوې ښځې سره معرفي شوم چې خپله لور یې استاد ته د درملنې لپاره راوستلې وه. مېرمنې ویل، چې لور یې په یوه پوهنتون کې استاده ده او تېره اونۍ یې ځان ته د ۷۲ زره په ارزښت جامې او سینګار توکي اخیستي، ټولې جامې یې شنې او سرې رانیولي.
د مېرمنې په وینا لور یې پخوا دا کار نه کاوه او دا ډول جامې یې نه خوښولې. په زړه کې مې وه، چې یوه ورځ به له استاد سره په دې اړوند هم مرکه کوم. نن غواړم د مانیا په اړه مفصل بحث ولرو، دا چې مانیا څه ده ولې پیدا کېږي او څنګه ترې خلاص شو؟
همدلته یې لوستلای شئ.
پوپلزۍ: سلام استاد هیله‌منده یم چې روغ جوړاو له آفتونو به په امن یاست! استاد ارواپوهان مانیا څنګه تعریفوي؟
استاد عظیمي: سلام تاسې همکارانو او لوستونکو، ته هیله ده روغ جوړ اوسئ. د نړۍ د نوموتو ارواپوهانو په اند مانیا هغه اروایي ګډوډي ده، چې پر مهال یې اخته کس ډېر مست وي، ډېرې خبرې کوي، ډېره انرژي لري، سختې چارې په غاړه اخلي، ډېر فعالیت کوي او تېز رنګه جامې اغوندي چې دا حالت یې ژوند ګډوډوي او ستونزې منځته راوړي او په اصطلاح ژوند یې ورننګوي، ځکه دا هر څه نورماله نه وي او داسې ښکاري چې له کس څخه کیسه ورانه شوې.
پوپلزۍ: استاد په دې اړوند څېړنې څه دي؟
استاد عظیمي: څېړنې ښیي، چې د مانیا څلور ډوله نښې؛ خوب ته لږه اړتیا، اروایي_حرکتي ستونزې، ځان لوی ګڼل او ډېرې خبرې کول د مانیا اصلي نښې دي.
همدارنګه دا ګډوډي په ۲-۷ سلنه کسانو کې شته، د هر توکم خلک پرې اخته کېدای شي او په نارینه او ښځینه‌وو کې یو شان لیدل کېږي. د دې تر څنګ یاده ګډوډی څلور سوه کاله پخوا پېژندل شوې، په شتمنو خلکو کې ډېره لیدل کېږي او له ۳۰ کلنۍ وروسته پیلېږي.
پوپلزۍ: استاد دا اروایي ګډوډي کومې نښې لري؟
پوپلزۍ: موږ وړاندې هم اشاره ورته وکړه، چې مانیا د ډېر حرکت، لږ خوب، مستۍ، خوښۍ، ګړندي غبرګون، ډېرې انرژۍ او ډېرې جنسي لېوالتیا په توګه انسان کې راڅرګندېږي یوې تازه څېړنې ښودلې، هغه کسان چې مانیا لري له هغو څخه ۳/۸۸% خوب ته لږه اړتیا لري، ۹۵/۸۶% یې ډېرې خبرې کوي، ۲/۸۶% یې اروایي_حرکتي ټکانونه لري ۴/۸۰% یې ځان لوی ګڼي، ۳/۷۱% یې سایکوټیکي ځانګړنې لري، د ۶/۶۲% کسانو حواس تیت وي، ۹/۶۴% کسان فکري تمرکز نه لري، ۵/۵۶% یې بښونکي او د ۹/۳۹% کسانو جنسي لېوالتیا بیا ډېره وي، په دې څېړنه کې له سایکوټیکو نښو پرته د نارینه او ښځینه‌وو ترمنځ کوم ښکاره توپیر نه و.
پوپلزۍ: استاد د دې ناروغۍ لاملونه څه دي؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې پر مانیا باندې د اخته کېدو ګڼ شمېر لاملونه شته. هرکله چې انسان په مینه یا موخو ته رسېدلو کې ماتې خوري دا کرار کرار په ژورخپګان او مانیا اوړي.
کورنی تاوتریخوالی او جنسي تېری هم پر مانیا د اخته کېدو لاملونه دي، هر کله چې یو کس تر جنسي تېري یا بدني ځور لاندې راځي، نو دا چې کلتوري محدودیتونه ډېر دي خپل حال نشي ویلای له همدې امله د زړه تشولو په ناسمه لار ځي او پر مانیا اخته کېږي.
د بېلګې په توګه ډېرې خبرې کوي چې هغه احساس په خپل دننه کې وچ کړي خو دا چې بیا بیا ځلي احساسات پرې زور کېږي، نو ورسره یې خبرې بدني فعالیت، جنسي اړیکې او انرژي هم ډېرېږي، دا هر څه د اخته کس په دننه کې د شته احساساتو له کبله منځته راځي.
همدارنګه د خپلوانو له لاسه ورکول، طلاق کېدل یا طلاق ورکول، محرومیتونه، بېکاري، فقر، اقلیم او چاپېریال هم په ورته بڼه پر مانیا اخته کېدو ته لار هواروي.
پوپلزۍ: استاد مخنیوی یې هم شونی دی؟
استاد عظیمي: البته باید ووایم چې هو. د مخنیوي لړۍ باید له ماشومتوبه را پیل کړو ماشوم ته بدني ځورونه ورنه کړو، ماشوم مو وڅارو تر څو جنسي تېرې پرې ونه شي، ځکه همدا احساسات راتلونکي کې د مانیا لامل ګرځي، د خوب برابرښت هم پر مانیا له اخته کېدو نه مخنیوی کوي، د جنسي اړیکو کنټرول د لوڅو فلمونو نه لیدل او له مسټربیوشن څخه ډډه کول هم د دې ګډوډۍ څخه مخنیوی کوي لنډه دا چې د کورني تاوتریخوالي مخنیوی پر مانیا د اخته کېدو مخنیوی ګڼلای شو.
پوپلزۍ: استاد که څوک پر دې ګډوډۍ اخته شي څه پرې کېږي؟
استاد عظیمي: هغوی چې په مانیا اخته وي نور کسان یې د خبرو زغملو وړتیا نه لري، له همدې امله فکر کوي نور ورنه ستړي دي همدا ستړي کوونکي فکرونه کرار کرار د ځانوژنې فکرونه پیدا کوي او دا فکرونه کله کله پر بریالۍ ځانوژنه هم پایېږي.
همدارنګه د اشتها کموالی او د خوب ستونزې هم له همدې امله منځته راځي، د دې تر څنګ ټولنیزې، کاري او کورنۍ ستونزې یې هم پایله ده، ځکه پر مانیا اخته کسان ډېر وخت پر خبرو، نا نارملو فعالیتونو، او لویو فکرونو تېروي، له همدې امله کورني او کاري چاپېریال کې ستونزې منځته راوړي.
پر مانیا اخته کسان د ځان آرامولو په موخه ډېر ځله روږدي کېږي. دا چې کړنې یې له کنټروله وتلي وي، جنسي بېلاریو ته مخ اړوي او په ناخوندي جنسي اړیکو لاس پورې کوي، چې دا بیا له کلتوري شرم سره سره جنسي ویروسي ناروغیو ته هم لار هواروي.
پوپلزۍ: استاد په لنډو کې راته ووایئ چې څنګه یې درملنه وکړو؟
استاد عظیمي: د مانیا درملنه له یوه متحد سیسټم څخه په ګټه اخیستو، چې هم اروايي او هم دارويي درملنه پکې شامله وي تر سره کیږي، خو له درملنې وړاندې یې باید ټېسټ واخیستل شي، چې یې د شدت کچه معلومه او وروسته یې د طرحې اړوند درملنې ته دوام ورکړل شي. خو درملنه باید د یوه ماهر ارواپوه په وسیله د یوه متخصص تر دارویي څارنې لاندې تر سره شي.
د مانیا په درملنه کې کلامي درملنه، یوګاه او میډیټېشن ښه پایله ورکوي. هغه کسان چې مانیا لري باید کورنۍ ملاتړ یې وشي پام ورته وشي او مرسته ورسره وشي، په ورځني مهالوېش کې یې سپورټ او ژوره ساه ور زیاته شي. همدارنګه د انرژي د تخلیې لپاره باید موخې ورکړل شی، چې خپله بې سارې انرژي موخې ته په رسېدلو کې ولګوي. تر څنګ یې دې کسانو ته د ژوند مهارتونه ورښودل هم د دې ناروغۍ په مهارولو کې پوره مرسته کوي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې څخه یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړه هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله استاد څخه د مانیا په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.
https://www.youtube.com/watch?v=NcEACLkEwkY