ليکنه: شپنه سلګۍ
د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس د ښوونيزو مرکرکزونو رخصتي د دریو مياشتو لپاره نوره هم وغځېده، څومره چې ما ته ثابتېږي د ښوونځيو اوږدمهاله رخصتۍ د ښارونو په پرتله د ولسواليو او کليو زدهکوونکي له يو لړ ستونزو سره مخ کړي، چې په دې ليکنه کې د موضوع اړوند له څو تنه زدهکوونکو سره غږېدلې يم.
د شفا په نامه د اتم ټولګي يوه زدهکوونکي وايي:
“ښوونځي ته چې به تللم خوشاله به وم چې د زدهکړو په واسطه ژوند او ټولنه تغيیر کړم، خو د کله نه چې د کرونا د ويروس د خپريدلو له وېرې ښوونځي تړل شوي او د تړل کېدلو موده يې نوره هم وغځېده يو ډول مايوسي او ناراحتي احساسوم، ځکه چې ما زدهکړې يوازې په ښوونځي کې کولای شوې، ويل کېږي چې د ښار د زدهکوونکو لپاره انلاين سيستم برابر شوي دی، چې د ښوونځي اړوند کتابونه د راډيو او تلويزيون له څپو خپرېږي چې د ښار زدهکوونکي کولای شي چې په انلاين ډول خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو له بده مرغه بايد ووايم چې موږ نه تلويزيون ته لاسرسی لرو او نه زموږ په ځای کې FMسيمهیيزې راډيو ګانې اورېدل کېږي، د ښوونځي کتابونه راسره شته، خو په کور کې کوم لوستی کس نه لرم چې درس ورسره ووايم، او دا وېره هم راسره ده چې کېدای شي دا زده شوي درسونه مې هم هېر شي، نو شپږ مياشتې پرلهپسې د ښوونځيو تړل کېدل په خپل حق کې جفا ګڼم بايد مسوولين زموږ د زدهکړو د دوام لپاره يوه مناسبه لاره پيدا کړي.“
د تلوسې په نامه د درېيم ټولګي زدهکوونکې چې هره ورځ به د خپل روښانه راتلونکي په نيت ښوونځي ته راتلله او د تورې دړې مخ ته به په شلېدلې ټغر ناسته وه، د يادې موضوع په اړه مې ترې وپوښتل.
تلوسه وايي:
“ښوونځی مې خوښېده او هره ورځ به ورته په مينه تللم، خو کله چې زموږ پر مخ د ښوونځي دروازه وتړل شوه، ډېره خپه شوم، مور او پلار مې هم بيسواده دي چې درس راته ووايی، نو اوس د ښوونځي په ځای هره ورځ غونډۍ ته د بوټو په راټولولو پسې ځم.“
د رڼا په نامه د پنځم ټولګي يوه بله زدهکوونکې وايي:
“له کله نه چې مکتب رخصت شوی ما بيا د کتاب مخ نه دی ليدلی، مور مې وايي چې ښوونځی دي رخصت دی، نو له ما سره د کور او پلار سره دې د پټيو (دهقانۍ) په کارونو کې مرسته کوه.”
د يادونې ده چې په لرې پرتو سيمو کې د ښوونځي زدهکوونکي، چې زیاتره يې هلکان دي، قرنطين او روغتيايي لارښوونې بابېزه ګڼي او خپل وخت په ځايه ګرځېدلو او لوبو تېروي.