د اسیا په کچه ښکلی (رایا بیت الرحمن) جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د (رایا بیت الرحمن جومات) د اسیا په کچه ښکلی مسجد دی، چې د اندونزیا په «باندا آچه» ښار کې موقعیت لري.
د دغه مسجد د جوړېدو چارې په ۱۸۷۹کال کې پیل او په ۱۸۸۱ کې پای ته ورسېدې.
په ۱۸۷۳کال کې کله چې هالنډیانو د «باندا آچه» پر ښار برید وکړ دغه مسجد هم د اور په لمبو کې وسوځېد، چې بیا بېرته د هالنډیانو په لاس له سره ورغېد. د دغه جومات لویه مناره په ۱۳۸۳ کال کې جوړه شوې ده. تر ۱۹۳۵ پورې دا جومات یوازې درې منارې درلودې، خو تر ۱۹۶۸ کال پورې یې د منارو شمېر پنځو ته ورسېد. د رایا بیت الرحمن جومات په اسیا کې یوازنی جومات دی، چې په کلني ډول ترې ډېر سیلانیان لیدنه کوي.

په ۲۰۰۴ کې اندونزیا سختې سونامي وځپله چې د ښارونو د ډېری برخو د ورانېدو لامل شوه، خو د رایا بیت الرحمن جومات ښکلا لا هم پر خپل ځای پاتې شوه او کوم زیان ورته ونه رسېد.
جومات پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د رایا بیت الرحمن جومات ۷ ګنبدې او ۸ منارونه لري، چې جومات ته یې لا ښکلا ورکړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ