د البرټ انشټین په اړه څومره پوهېږئ؟ دلته یې ولولئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: ملیحه ناصري

تاسو ټول ښايي انشټين وپېژنئ. د نړۍ ستر پوه، عالم، د نسبیت ټیورۍ بنسټګر دی. موږ ټول یې د داسې کس په نامه پېژنو چې ګرده نړۍ یې د نابغه په نامه یادوي او وايي چې علم او نړۍ کې یې خورا ستر رول ولوباوه.
hhs142.jpg
راځئ دلته انشټین او ژوند ته یې له داسې یوې زاویې وګورو چې ځینې رښتیاوې به یې رابرسېره شي.
۱ – د انشټين سر غټ او خپله څورب و: کله چې انشټین نړۍ ته سترګې پرانیستې، مور یې متوجه شوه چې د البرټ سر ډېر غټ دی. هغې فکر کاوه چې ګڼې ناقص پیدا شوی دی. د سر شاتنۍ برخه یې ډېره غټه ښکارېده. د کورنۍ یې چې ورپام شو، وارخطا شول، بلاخره ډاکټر ډاډ ورکړ او ارامه یې کړل. انا یې چې لومړی ځل ولید تر ژبې لاندې یې ویل: “ډېر چاغ دی، ډېر چاغ دی!
۲- البرټ کوچنیوالي کې د ژبې بندښت لاره: به وړکیتوب کې یې خورا لږ خبرې کولې. کله به هم چې په خبرو شو، نو ورو غږېده. مخکې تر دې چې یوه جمله ووايي، ماغزو کې به یې ښه سپړله چې څه وايي، یا هم تر ژبې لاندې به یې همغه جمله څو ځلې تکراروله. تر ۹ کلنۍ همداسې و. د کورنۍ ورته اندېښنه وه، خو دا تشویش یې بې بېځایه و.
د علمونو تاریخ لیکونکی (اوتو نېګبور) لیکي: “یوه شپه چې ډوډۍ یې خوړله، چوپتیا یې ماته کړه، ویې ویل چې دا سوپ ډېر سور دی. د مور او پلار زړونه یې ارامه شول، پوښتنه یې ترې وکړه چې تر اوسه دې ولې خبرې نه کولې؟ انشټین ځواب ورکړ چې ځکه چې تر اوسه هر څه سم روان و.
۳- انشټین له قطب‌نما څخه الهام واخیست: ۵ کلن و چې ناروغ شو، پلار یې یوه قطب‌نما ورکړه. هغه څه چې د انشټین پام يې ځان ته واړوه د قطب‌نما ستنه وه، ځکه هره خوا به یې چې تاو کړ، لیدل به یې چې دا اله همغې خواته نغوته کوي. فکر یې وکړ چې باید پر قطب‌نما یو ځواک واکمن وي چې داسې کېږي.
۴- انشټین د پوهنتون د شمولیت په ازموینه کې ناکام شو: په ۱۷ کلنۍ کې یې د سویس پولي تخنیک ته ازموینه کې ګډون وکړ، د ریاضي او نورو ساینسي برخو پوښتنې یې حل کړې، خو د پاتې مضمونونو (تاریخ، جغرافیه…) ترې پاتې شول (زموږ په اصطلاح کانکور کې ناکام شوی و). دی اړ شو چې یو بل پوهنتون کې نوملیکنه وکړي.
۵- بې واده اولاد یې درلود: په ۱۹۸۰ز کې د انشټین خصوصي لیکونو د ده ځینې نور رازونه برسېره کړل. له میلوا ماریک څخه یې بې واده (نامشروع) لور درلوده. میلوا بیا ډېر وروسته واده هم ورسره وکړ. د ده لور لیزرل نومېده او برخلیک یې بیخي نامالوم و، انشټين هغه لیدلې هم نه وه، ځکه میشل په خپل کتاب (د انشټين لور) کې لیکي چې د ۱۹۰۳ز په سپټمبر کې د انشټين لور د سري/سرخکان په تبه مړه شوه.د لیزرل نوم هم د ۱۹۰۳ په پای کې میلوا ته د انشتين په لیک کې راغلی و.
۶- له لومړنۍ مېرمنې یې زړه پورته شو: د ملوا او البرټ تر واده وروسته، یو له بله هغه وخت زړه توري شول چې البرټ خپل سفرونه کول. له میلوا نه یې دوه زامن وو چې یو یې هنس البرټ او بل اډوارډ نومېده. دواړو (انشټین او میلوا) هڅه وکړه هغه اړیکه وژغوري چې د له منځه تلو حال کې وه. انشټین یو جالب تړون ورسره وکړ، داسې چې ورته ویې ویل:
الف: ستا مسوولیت دا دی:

  • جامې به مې تل منظمې/ سمې اېښې وي؛

  • درې وخته خواړه به منظم په خپله خونه کې خورم؛

  • د خوب کوټه او کاري اتاق مې باید تل منظم او کاري میز مې باید یوازې ما پوره اړوند وي.

ب: تاته بویه چې زما ټولې اړیکې بابېزه وګڼې، ځکه زما ډېری اړیکې د ټولنیزو لاملونو پر بنسټ نه دي…
ځينې نور شرطونه هم و، لکه هر وخت مې چې درته وویل خبرې مه راسره کوه، نو مه یې کوه… میلوا دا شرطونه ورسره ومنل.
۷- له مشر زوی سره وران و: تر طلاق وروسته د انشټين او مشر زوی (هنس البرټ) ترمنځ اوبه خړې شوې. مشر زوی یې انشټين د میلوا د پرېښودو او یوازیتوب لامل ګاڼه. د دوی ترمنځ اړیکه هغه وخت ډېره کړکېجنه شوه چې انشټين د هنس او فریډا له واده سره سخت مخالفت وښود. هنس په ۲۳ کلنۍ کې تر ځان مشرې نجلۍ باندې مین شو. انشټین ته هغه نجلۍ ښه نه ښکارېده، نو مخنیوی یې کاوه. هنس بیا هم واده وکړ، خو انشټین ورته وویل چې اولاد دې نه راوړي، ځکه اولاد لرل د طلاق خنډ وي.
۸- انشټین ساعتېره سړی و: تر میلوا وروسته (د دوی د طلاق اصلي لامل میلوا سره خیانت و) انشټین د السا لور وغوښته، خو وریې نه کړه. وروسته یې بېرته پخپله السا سره واده وکړ چې ترله یې هم وه. د میلوا پر خلاف، سره له دې چې السا د انشټین پر خیانتونو او ناجایزه منځ‌ییزو اړیکو خبره هم وه، انشټین ته یې ډېره پاملرنه کوله.
۹- د انشټين د ماغزو کیسه (د انشټين ماغزه ۴۳ کاله د ښيښې په منځ کې وو): د البرټ تر مړینې وروسته  په ۱۹۵۵ز کې د هغه ماغزه، د کورنۍ له اجازې پرته، ترې وایستل شول. توماس استولنز هاروي د پرینسټون روغتون پاتولوژېسټ دا کار وکړ. هاروي جمجمه /ککرۍ را وایسته او په ښیښه‌یي ډبي کې یې کېښوده.
په ساتنه کې یې لږ لټي وکړه، له خپلې دندې ګوښه کړل شو. کلونه وروسته یې د هنس البرټ په اجازه د انشټين د ماغزو د مطالعې اجازه ومونده. سلايډونه یې ترې جوړ او په ټوله نړۍ کې یې پوهانو ته واستول.
له دغو پوهانو یوه یې ماریان ډایمونډ د (uc berkeley) څخه و، ویې موندل چې د نورو عادي انسانانو په پرتله د انشټين ماغزه (ګالیال) سلولونه ډېر لري.
د (mc master) پوهنتون بل پوه سنډرا ویتلسون پیدا کړل چې د انشټين ماغزه د (سیلویان) په نامه یو درز/ سوری دی چې نه یې لري. د ویټلسون په اند همدغه ځانګړې اناټومي د دې لامل شوې چې نیورونونه یې یو له بل سره ښه ونښلي.
نورو څېړنو ښودلې چې تر عادي کسانو د انشټين ماغزه ډېر متراکم دي او د سر د کاسې د ښکتنۍ برخې د هډوکي پله يې غټه وه چې دا برخه د ریاضیکې عملیو د حل دنده لري.