ژباړه: ملیحه ناصري
دا درې خویونه چې چا کې نه و ایمان یې ګټه نه شي ورته رسولی، د ناپوهانو د ناپوهۍ د زغم په پار حوصله، د ګناه د مخنیوي په خاطر پرهیزګاري او له خلکو سره د معاشرت او تک راتګ لپاره ښه اخلاق.
له هغې ورځې ډارېږم چې پر دین بې باوره به پر خپلو بېلاریو ویاړي او مسلمانان به پر خپله عقیده شرمېږي.
مرګ یادوه، خو هیله یې مه کوه!
ځان وارزوئ، مخکې تر چې وارزول شئ. ځان سره محاسبه وکړې، تر دې مخکې چې محاسبه شئ. او د اخرت د ارزونې ورځې ته ځان چمتو کړئ، ځکه چې الله متعال ج وايي: “پر هغه ورځ مو هېڅ پټ کار پټ نه پاتې کېږي.”
خدای ج دې وبښي هغه بنده چې ګټورې خبرې کوي یا هم چوپ کېني. تر هر څه پر انسان باندې یې ژبه خورا برلاسې ده. پرته د الله ج له ذکره، امر بالمعروف و نهی عن المنکر او د مومنانو ترمنځ سوله کولو نه نوره هره خبره د انسان په زیان ده.
څوک چې ډېر خاندي، قدر یې کمېږي؛
څوک چې ډېرې ټوکې کوي، خلک یې سپک ګڼي؛
هغوی چې ډېرې خبرې کوي، ډېر تېروځي؛
د چا تېروتنې (ګناه) چې ډېرېږي د هغوی حیا هم کمېږي؛
د چا چې حیا کمه شي، تقوا یې کمېږي؛
تقوا چې د چا کمه شي، زړه مړ کېږي؛
ټول له میندو خپلواک پیدا دي، هېڅوک باید څوک غلام نه کړي؛
درې شیان د ملګرو ملګرتیا ټينګوي؛ کله دې چې خپل ورور (ملګری) ولید سلام ورکړې، په غونډو او مجلسونو کې سره لرې شئ او ځای ورکړې، په هغه نوم ورغږ کړې چې د هغه خوښ وي.
درې څیزه د خدای دین له منځه وړي؛ په دیني پرېکړو او مسئلو کې د عالمانو تېروتنې، له قران کریم سره د منافقانو دوښمني او پرې استناد کول، بېلارې امامان او بېلارې کوونکی لارښود.
درې شیان وژونکي دي؛ حرص او تمه کله چې خلک پیروي ترې وکړي. نفساني غوښتنې چې خلک منډې پسې وهي. ځانځاني یا ځانمنیتوب چې له ځان پرته څوک ونه ویني او له خپلې خبرې پرته د بل جا ونه مني.