ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې مخکښان

د ارستو مهم کارونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ارستو د نړۍ د سترو متفکرانو له ډلې دی. د فلسفې د تاریخ په بهیر کې، له کانت او اپلاتون پرته، د ده په څېر به ژور فکر او اند به څوک ونه لري. له څلورویشتو پېړیو راهیسې یې د نړۍ پر فیلسوفانو او پوهانو باندې خپل فکري اغېز پرې ایښي.

ارستو د خالیکیدیس په نامه جزیره کې په یوناني ژبي ښار (استاګیرا) کې وزېږېد چې هغه وخت ۳۸۴ م ز/ ق م و. پلار یې نیکوماخوس روغتیاپال، د ایسکلیپیادي طبي ټولنې غړی او د دویم امونتاس (د مقدونیې پاچا) د دربار طبیب و. کېدای شي ارستو به د پلرني کسب له مخې له چاپېریال پېژندنې سره مینه پیدا کړې وي، خو داسې کوم دلیل نشته چې راته وښيي ده له همغه وخته پیل هم کړي و. د ایسکلیپيادي ټولنې ډاکټرانو به خپلو اولادونو ته (کالبد شګافي/؟) ورښوده، خو ارستو لا ډېر وړوکی و چې مور او پلار یې مړه شول.

ارستو په اوولس کلنۍ کې آتن – یونان ته ولاړ او هلته د اپلاتون اکاډمي ته دننه شو او د هغه تر مړینې ۳۴۸ م ز/ ق م پورې هملته د هغه شاګرد او همکار و. د ارستو پر ټولو اثارو د اپلاتون اغېز له ورایه ښکاري، آن ځینې وخت چې پر هغه نیوکه هم کوي د استاد نبوغ ته ژور درناوی ساتي. د اپلاتون تر مړینې وروسته له آتنه لاړ. تر آتن وروسته نورو ښارونو کې هم واوسېد. د خپل ټولګیوال له ناسکه لور، چې په لورتوب یې منلې وه، واده وکړ.

په ۳۴۳م ز کې د مقدوني فلیپ په بلنه د مقدونیې پلازمینې (پيلا) ته ولاړ. فلیپ د خپل زوی مقدوني سکندر روزنه ارستو ته وروسپارله. هغه وخت سکندر دیارلس کلن و. د سکندر تر روزنې وروسته بېرته استاګیرا ته ورستون شو. هلته یې د خپلو فلسفي فکرونو پر تدریس پیل وکړ. ارستو په آتن کې بهرنی اوسېدونکی و، نو ځکه یې نه شو کولی چې هملته ځمکې واخلي. د همدې لپاره یې تر آتنه دباندې څو ودانۍ اجاره کړې او دغه ځای کې پر لایکیون مشهور شو. دلته یې د پریپاتوس ماڼۍ ته څېرمه خپله مدرسه جوړه کړه، نو ځکه خو خلکو د ده لارویان «پري پاټيک» بلل.

ارستو عوامو خلکو ته ویناوې کولې، خو تر څنګ یې خپل فکرونه هم تدریسول. د ده ډېری اثار د همدغو درسونو لیکنۍ بڼه ده. په دغه ډله کې چې ده درس ورکاوه دوه نور فیلسوفان هم وو چې وروسته پخپله معتبره پوهان شول. د ارستو مېرمنه هم داسې وخت مړه شوه چې د ژوند له دې پړاوه یې ډېر وخت نه و تېر شوی. ارستو تر دې ښځې وروسته د (هرپولیس) په نامه یوې بلې مرېيۍ سره ژوند وکړ چې له هغې یې یو زوی و . د ارستو زوی نیکوماخوس نومېده چې خپله د اخلاقو رساله یې د همده په نوم نومولې. ارستو په خپل وصیت لیک کې هرپولیس په نېکۍ یاده کړې. داسې ښکاري چې د اپلاتون او نورو لوستو نارینه‌وو په څېر مخالف جنس یانې مېرمنو ته چندان درناوی نه لاره او پاملرنه یې نه ورته کوله.

کله چې په ۳۲۳ م ز کې په آتن کې د مقدونیې ضد افکار بیا راڅرګند شول، ارستو اړ شو چې هغه ښار پرېږدي. دا خو څرګنده چې ده داسې ګڼل چې ګڼې د سوکرات په څېر د ده ژوند ته هم ګواښ دی، ځکه دی د سوکرات مرګ ته نغوته کوي او وايي چې اجازه نه ورکوم چې «آتنیان بیا د فلسفې پر وړاندې تېروتنه وکړي»، نو مورنۍ سیمې خالکیس ته لاړه، بل کال هملته د ناروغۍ له امله ومړ.

د ارستو د ژوند مهم کلونه؛

په مخزېږدیز یې حسابوو:

۳۴۸ م ز د ارستو زېږون

۳۶۷ م ز ارستو آتن ته لاړ

۳۵۶ م ز د سکندر زېږېدل

۳۴۸ م ز د اپلاتون مړینه، ارستو آتن خوشې کوي.

۳۴۵ م ز ارستو موتیلینې سیمې ته ځي

۳۴۳ م ز کې فلیپ بلنه ورکوي چې سکندر وروزي

۳۴۱م ز د هرمیساس مړینه

۳۳۶ فلیپ وژل کېږي او تاج پر سکندر کېښودل کېږي.

۳۲۳ م ز کې خالکیس ته ځي او هملته مړ کېږي.

images.jpg

ارستو یو مهم اثر لري چې بوتیکا (بوطیقا) نومېږي او د شعر اړوند مسایل پکې راغلي. همدارنګه بله رساله یې د اخلاقو ده چې نیکوماخوس نومېږي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ