ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه نوې څېړنه څرګندوي، چې په لوړ غږ مطالعه، د سکوت په حالت کې د یوه متن د لوستلو په پرتله، په حقیقت کې د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي. آیا په لوړ غږ مطالعه واقعاً له تاسو سره مرسته کولای شي، ترڅو ډېر زیات مطالب یاد ته وسپارئ؟ یوې څېړنې ومونده، چې دا کار د «تولید اغېز» تر نامه لاندې له هغې تګلارې سره مرسته کوي، چې په مټ یې په مغز کې ښه او غوره معلومات ثبتېږي.
د کاناډا کې د واټرلو (Waterloo) پوهنتون څېړنکو ومونده، چې په لوړ غږ د مطالبو لوستنه، په حقیقت کې له خلکو سره مرسته کوي، چې معلومات په ښه توګه یاد ته وسپاري. لکه څنګه چې مشخصه شوه، یوازې په لوړ غږ د کتابونو لوستل او خپل غږ اورېدل، د حافظې لپاره ګټور دی.
څېړونکو د لوستلو له لارې د زده کولو څلور تګلارې وازمایلې؛ د سکوت په حالت کې لوستل، د بل شخص د غږ اورېدل، په لوړ غږ لوستل او ثبت شوي غږ ته غوږ نیول.
په ۹۵ ګډونکونکو باندې د ازمېښت پایلو څرګنده کړه، چې په لوړ غږ د معلومات لوستل، په ذهن کې د مطالبو تر ټولو ډېر پایښت رامنځته کوي.
«د تولید اغېز» هغه ښېګنه ده، چې فرد په لوړ غږ، نه په سکوت د یوه متن په لوستلو سره، له هغه څخه برخمن کېږي. په تېره څېړنه کې څېړونکو ومونده، چې په لوړ غږ لوستل، د نورو د غږ اورېدلو په پرتله، د حافظې د پیاوړتیا سبب ګرځي او دا خپله لوستنه، د تولید اغېز تلقین کوي
د څېړنو پایلې څرګندوي، چې په لوړ غږ د کلماتو لوستنه، دوو څیزونو ته په پام، له ځان سره د حافظې ښېګڼې لري.
لومړی دا چې کلمې په لوړ غږ لوستل کېږي او دویم دا حقیقت دی، چې فرد له ځان سره د خبرو کولو په حال کې دی.
محصلین کولای شي د آزموینې لپاره درس په لوړ غږ ولولي، ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي، چې یاد ته یې وسپاري. سربېره پر دې څېړونکي یادونه کوي، چې لوړ عمره کسان باید معماوې حل کړي، ترڅو خپله حافظه پیاوړې کړي، دغه راز وایي، چې بدني فعالیت او ورزش کولای شي، چې د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
د حافظې د پیاوړتیا لپاره آسانه او ساده لارې
ښایي تاسو هم له داسې حالت سره مخ شوي وئ: پلورنځي ته په ننوتلو سره، دا هېروئ، چې د څه شي د اخیستلو لپاره دلته راغلي یاست، یا د خپل همکار د ژوند د شریک نوم هېروئ، خپلې کیلي ګانې په کوم ځای کې هېروئ او داسې نور….. دا چې کله نا کله یو هېرونکی انسان شئ، په بشپړه توګه طبیعي ده، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې فکر مو بوخت دی، د ژوند د ډېرو ساده مسایلو د هېرېدو احتمال به ډېر وي.
څېړنو څرګنده کړې، د حافظې له لاسه ورکول کولای شي له شل کلنۍ څخه پیل او د عمر په لوړېدو سره یې کچه لوړه شي، خو د اندېښنې وړ خبره نه ده، د ورځې په اوږدو کې، په څو آسانه او ساده تګلارو سره کولای شئ، تل هوښیار پاتې شئ. په دې لیکنه کې مو ستاسو لپاره پنځه تګلارې ټاکلې دي.
لومړی ګام ـــ په سبا ناري کې له سرې شوې ډوډۍ څخه ګټه واخلئ
د کاربوهایډرېټ لرونکو خوړو نه خوړل، حافظې ته زیان رسوي. د ټوفټس پوهنتون څېړنې ښیي، هغو کسانو، چې له خپل خوړنیز پروګرام څخه کاربوهایدرېت لرې کړی، په هغو چارو کې، چې د حافظې پر بنسټ ترسره کېږي، د هغو کسانو په پرتله کمزورې کړنې ترسره کوي، چې لري یې، ولې؟ ځکه د مغز ژونکې (حجرې) کاربوهایډرېټ ته اړتیا لري، چې په بدن کې په ګلوکوز باندې بدلېږي او انسان د اوج په ټکي کې ساتي.
هڅه وکړئ، چې په خپلو خوړنیزو وختونو کې له حبوباتو او د کاربوهایډرېټونو له نورو ترکیباتو څخه ګټه واخلئ، ځکه په ځنډ سره هضمېږي او د اوږدې مودې لپاره مغز ته ګلوکوز رسوي.
دویم ګام ـــ له کار څخه مخکې د کېک بوکسېنګ صنف ته لاړ شئ
«خپل مغز ته ښه راغلاست» د کتاب لیکوال ډاکټر سانډارا آموډټ وایي: ورزش کول د وینې جریان زیاتوي او مغز ته ډېر زیات اکسیجن او ګلوکوز رسوي. په حقیقت کې له یوه سخت فعالیت وروسته د لغتونو د زده کړې او ساتنې بهیر له هغه وخت څخه ۲۰ سلنه چټک ترسره کېږي، چې کم فعالیت مو درلوده. د کېک بوکسېنګ په څېر ورزش له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو پیاوړې حافظه ولرئ.
درېیم ګام ـــ د ورځې په اوږدو کې لږ ترلږه یو ساعت په وېب سایټونو وګرځئ
په لس آنجلس کې د کالیفورنیا پوهنتون د موندنو پر بنسټ، لږ تر لږه په ورځ کې یو ساعت وېب سایټ ګرځېدو او د هغو مطالبو مطالعې ته ځانګړی کړئ، چې ورسره مینه لرئ. د بېلګې په توګه: د رخصتیو لپاره د تفریحي ځایونو موندنه، دا کار د مغز د مخکینۍ برخې د هڅونې او تحریک سبب ګرځي، چې د لنډ مهالې حافظې د کنټرول دنده په غاړه لري.
څلورم ګام ـــ پام مو د موټر د درېدو ځای ته وي
که تل دا هېروئ، چې موټر مو چېرته درولی دی، په دې تمرین سره کولای شئ، دا ستونزه له منځه یوسئ. د خپل موټر له درولو وروسته پلی شئ، وګورئ چېرته مو درولی دی او یوه نیمه ثانیه وروسته یو ځل شاوخوا وګورئ او دې کار ته د ۳۰ ثانیو لپاره دوام ورکړئ.
په انګلستان کې د منچسټر مټروپولیټان پوهنتون پوهان وایي: دا د سترګو د حرکاتو ساده تمرین کولای شي، اوږد مهالې حافظه مو ۱۰ سلنه زیاته کړي.
پنځم ګام ـــ له ویده کېدو مخکې، د غاښونو له برس څخه ګټه واخلئ
د «مُسکا» کتاب لیکوال ډاکټر جانتن بې لوین وایي: د غاښونو له برس څخه ګټل اخیستل، ستاسو د غاښونو د روغتیا او ښکلا سربېره، د حافظې له پیاوړتیا سره مو هم مرسته کوي. کله چې د غاښونو له برس څخه ګټه نه اخلئ، وورۍ مو خرابېږي او مُضرې بکتریاوې په ډېرې آسانۍ د وینې جریان ته داخلېږي. د وینې جریان ته د دې بکتریاوو په ننوتلو سره، هغوی کولای شي د بدن په هرځای په ځانګړې توګه په مغز کې د پړسوب او ټپ د رامنځته کېدو سبب شي او دا مسئله په سمه توګه د مغز د کړنو مخه نیسي. له دې امله په ورځ کې دوه ځلې د غاښونو له برس څخه ګټه واخلئ، ترڅو حافظه مو له لاسه ورنکړئ.