- ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې په بدو مالي شرایطو کې مې ژوند کاوه، تل د هغو عادتونو په لټه کې وم، چې وکولای شم، ژوند ته مې بدلون ورکړم، په هغه وخت کې ۲۱ کلن وم او باید د خپل ژوند کچه مې لوړه کړې وای، البته په هغه وخت کې مې له مور او پلار سره ژوند کاوه، داسې یوه دنده مې درلوده، چې په ساعت کې مې ۸ ډالره ګټل او د کار و بار په یوه رونیزه دوره کې مې هم نوم لیکنه کړې وه، باید له دې وضعیت څخه مې خلاصون پیدا کړی وای، خو له لاسه مې څه پوره نه و. هوډ مې درلوده، چې بدلون رامنځته کړم او بریالی شم، خو نه پوهېدم، چې له کومه ځایه یې پیل کړم، البته باور مې درلوده، که په خپلو عادتونو کې بدلون رامنځته کړم، نو عادتونه به مې ژوند ته بدلون ورکړي. په همدې خاطر د بېلابېلو عادتونو لکه ورزش او د ټلویزیون ننداره کولو پرځای، هوډ مې وکړ په خپل ځان کې نوي عادتونه لکه مطالعه او وینا کول رامنځته کړم.
د عادتونو بدلون زما لپاره مثبتې پایلې لرلې. په خپل دندهییز ژوند کې بریالی شوم او په خپل شخصي ژوند کې مې هم په خپل ځان باندې لا ډېر باور ترلاسه کړ. د دې مسئلې درک په کار کې د وړتیا او د ډاډ د رامنځته کېدلو سبب ګرځي، دا هماغه ټکی و، چې زما ژوند ته یې بدلون ورکړ، په دې ترتیب مې وکولای شول، چې هغې بریا ته ورسېږم، چې دمګړۍ پکې یم.
البته دا بریاوې په ډېرې سرښندنې او تېرېدنې (ګذشت) سره ترلاسه شوې دي. ما وکولای شول، چې په خپل ځان کې هغه عادتونه رامنځته کړم، چې ما خپلو موخو ته د رسېدلو په لاره کې ثابت قدمه وساتي.
ساده او واضحې خبرې وکړئ
میلیونران په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې د خپلو خبرو په موخه باندې نور پوه کړي. هغوی خپلې کلمې په ډېرې ځیرکتیا او دقت سره ټاکي او ډېرې ښکلې او پایله ورکونکې جملې په خوله راوړي. زه هره ورځ په یوې ډېکشنرۍ باندې مرور کوم، خو هېڅکله له هغو ټولو اصطلاحګانو څخه چې زده مې دي، ګټه نه اخلم، ځکه په لغتونو سره خبرې کول د فرصتونو د له لاسه تللو سبب ګرځي. تل لنډې او ساده خبرې وکړئ او له ډېرو او بېځایه خبرو کولو څخه ډډه وکړئ.
د دې لپاره چې وکولای شئ آسانه او هوسا خبرې وکړئ، نو روزنیزو ټولګیو (صنفونو) ته لاړ شئ، چې مهارت یې ترلاسه کړئ. میلیونران هڅه کوي، هر هغه څه، چې په شفاهي او لیکنۍ بڼه وایي، په غوره او ساده توګه بیان شي.
له پخوانیو څخه لاس واخلئ
باید له پخوانیو او زړو څیزونو څخه لاس واخلئ، چې له یوه نوي څیز سره مخامخ شئ. که یو نوی کور یا موټر غواړئ، نو له خپل پخواني کور او موټر سره مخه ښه وکړئ. که په خپل ژوند کې د نوي لیدلوري په لټه کې یاست، نو له منفي فکر کولو څخه لاس واخلئ، له دې منفي عادتونو څخه د خلاصون لپاره، باید مثبت عادتونه یې ځای ناستي کړئ.
کله مې چې دا فوق العاده عادتونه پیدا کړل، چې د څو ارزان بیه برګرو په خوړلو بوخت وم، کله چې له هغه ځایه را بهر شوم، نو د یوه غوره کباب پلورنځي په لټه کې وم، هڅه مې وکړه، چې د خپل ځان لپاره د خوړو خوړلو یوه نوې او خوندوره تجربه رامنځته کړم، تصمیم مې ونیوه، چې په اونۍ کې د څو ځله ارزان بیه برګرو د خوړلو پرځای، په میاشت کې یو یا دوه ځله د لوړ بیه او خوندور کباب خوړل تجربه کړم.
ارسطو وایي: “موږ هماغه څه یو، چې پرې بوخت یو، غوره اوسېدل یو عادت دی.”
ورځنی پروګرام ولرئ
زه د خپلې هرې ورځې لپاره پروګرام جوړوم او دا عادت به د عمر تر پایه وساتم، په هر کار چې بوخت واوسئ، نو ورځني پروګرام ته اړتیا لرئ. په ورځني پروګرام باندې د خپل ځان عادت کول، انګېزه او د خوځښت (حرکت) ځواک مو لوړوي.
د ورځني پروګرام په مرسته خپلې موخې مشخصې کړئ او د خپلو کارونو لپاره لومړیتوببندي په پام کې ونیسئ. لومړیتوب بندي په دې مانا، چې مهم او ارزښتمن کارونه باید لومړی ترسره شي، کله چې خپل پروګرام د ګټورو کارونو د ترسره کولو په لاره کې پرمخ یوسئ، نو خپله شتمني زیاتوئ او د میلیونر کېدو په تګلاره کې به مېشت شئ.
خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شئ
باید هغو ژمنو ته ژمن پاتې شئ، کومې چې له ځان سره مو کړې دي. کله وخت داسې پېښېږي، چې شاوخوا خلک مو غواړي، چې شخصي ارزښتونه مو د مسلکي موخو په لاره کې قربان کړئ، نباید دې غوښتنې ته تسلیم شئ. ډېره زیاته مهمه ده، چې په شخصي او مسلکي ژوند کې، خپل ځان ته وفادار پاتې شئ. ډېری کسان هڅه کوي، چې تاسو ته ووایي، نه شئ کولای، چې خپل کار په سمه توګه او په خوند سره ترسره کړئ، معمولاً دا خبرې د هغو کسانو له خوا ویل کېږي، چې له خپلو ارزښتونو سره سم ژوند یې نه دی کړی. کله چې هغه کار ترسره کوئ، په کوم باندې چې مئین یاست، نو کار درته خوندور کېږي. که رښتینې کړنې ترسره کړئ، نو اعتبار به مو زیات شي، نو کولای شئ د خپل ځان او د نورو د پرمختګ سبب شئ. هېڅکله نباید خپل اعتبار د هغو ارزښتونو او آیډیاو په نالیدلي نیولو سره، چې درته اهمیت لري، له ګواښ او خطر سره مخامخ کړئ.
سمې تصمیمنیونې ولرئ
هر څومره چې ډېر تصمیم ونیسئ، نو بریالي به شئ. ځینې کسان په ورځ کې په سلګونو تصمیمونه نیسي، خو ځینې نور د سمو تصمیمونو په نیولو کې پاتې راځي، هغه څوک چې ډېر تصمیمونه ونیسي بریالی دی. حتا که هغه تصمیم ښه پایله ونه لري.
ډېری خلک وېرېږي او د ستونزمنو تصمیمونو له نیولو څخه لرېوالی غوره کوي، دا وېره د دې سبب ګرځي، چې هېڅ تصمیم ونه نیسي او ټول شوني فرصتونه له لاسه ورکړي. سپارښتنه کوو، چې تل تصمیم ونیسئ، حتا کله چې نه پوهېږئ، دا تصمیم کوم ځای ته رسېږي.
ډېرې پوښتنې وکړئ
ډېری کسان داسې تصور کوي، چې د ټولو پوښتنو په ځواب باندې پوهېږي، نو په همدې خاطر له حقیقت څخه لرې دي. تل باید پوښتنې وکړئ، چې په مخکې پرته لاره درته هواره او آسانه شي. ډېری کسان له هیچا څخه پوښتنه نه کوي او تل په خپل ذهن کې د ځوب په پام کې نیولو سره، خپل تګلوری ښه او آسانه ګڼي.
د میلیونر کېدو لپاره باید د خپلو پوښتنو د ځوابونو په لټه کې واوسئ او د هغه ځواب پرځای، چې خپل ځان ته مو ورکړی دی، له نورو څخه پوښتنه وکړئ. کله چې غواړئ، په حقیقت باندې پوه شئ، نو په لټه کې یې واوسئ او په ګمان باندې بسنه مه کوئ. ډېری افراد له پوښتنه کولو څخه ډډه کوي، ځکه نه غواړي، چې له حقیقت سره مخامخ شي، په واقعیت کې په دې کار سره د هغوی ځای، مقام او موقعیت له ګواښ او خطر سره مخامخ کېږي. پوښتنه کول تل موږ فکر کولو ته اړ کوي. ښایي دا له پوښتنه کولو څخه د ډډ کولو لپاره یو دلیل وي.
خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ
میلیونران خپل ظاهري وضعیت ته ډېر پام کوي. د بدو عادتونو پرېښودل لکه سګرټ څکول او شراب څښل د دې سبب ګرځي، چې په خپل ځان باندې په ډېر باور سره اړیکه ټینګه کړئ، سپارښتنه کوم، چې په اونۍ کې څلور یا پنځه ځله ورزش وکړئ، چې له ظاهري پلوه جذاب شئ، نو د کوچینو بدلونونو په رامنځته کولو سره کولای شئ، لا ډېره ښکلا او جذابیت پیدا کړئ، کولای شئ د مخ په اصلاح او سینګار کولو سره، خپل ظاهري وضعیت ښه کړئ، له دې وروسته په چټکه توګه دې متوجه کېږئ، چې لا ډېر فرصتونه ستاسو په لور راجذب شوي دي. په یاد مو وي، د یوه میلیونر په څېر ښکاره کېدل، د میلیونر کېدو لپاره تر ټولو غوره لاره ده.
خورا ډېره هڅه وکړئ
په خورا ډېرې هڅې سره کولای شئ بریا ته ورسېږئ، ډېری کسان لږ کار کوي، خو د ډېرې پایلې تمه لري. میلیونران خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د غوره لارو په لټه کې دي، هغوی هڅه کوي، چې له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه ډېره زیاته ګټه واخلي او د خپلې لوړتیا لپاره ډېر زیات کوښښ کوي. کله چې له خپلو استعدادونو څخه په ګټه اخیستنه باندې تمرکز کوئ، نو په حیرانونکې توګه خپله شتمني زیاتوئ.
مارګارټ ډنوار وایي: ډېری کسان کله چې د ونې ښاخ لوړ دی او لاس یې نه ور رسېږي، نو داسې ښکاره کوي، چې انګور یې نه خوښېږي.
د ۵۰۰ قانون وڅارئ
د کار و بار د پیلولو په لومړیو کې، له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوم، له هغې وروسته مې د ۵۰۰ قانون وڅاره، چې ژوند ته مې یې بدلون ورکړ. دې قانون ماته را زده کړل، چې د میلیونر کېدو لپاره باید هره میاشت د ټیلیفون او برېښنا لیک له لارې، له ۵۰۰ کسانو سره اړیکه ټینګه کړم، ډاډه وم چې ښایي ځواب ترلاسه نه کړم، خو بیا مې هم غوښتل، چې دا کار ترسره کړم. متوجه شوم، د اړیکو د لیست جوړولو لپاره ډېرې لارې شته. په پیل کې د هغو کسانو لیست، چې ستاسو وړتیاوو او استعدادونو ته اړتیا لري، پیدا کړئ. کله مو چې وکولای شول، په یوه برېښنالیک او یا یوې ټیلیفوني اړیکې سره د مشتریانو پام ځانته را واړوئ، نو باید د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په لټه کې واوسئ او مشتري ته د خپلو محصولاتو او خدماتو وړاندیز وکړئ.
په ډاډه سره ویلی شم، چې ستاسو وړاندیز به د ټولو د پام وړ نه وي، نو چمتو واوسئ، ښایي رد شئ. که چېرې له نورو سره په اړیکه کې ۵ سلنه بریالي وئ، نو ښه چانس لرونکي انسانان یاست.
ښه عادتونه وڅارئ. کله چې یو ښه عادت مو ترلاسه کړ، نو د نورو ښو عادتونو په لور لاړ شئ. هر فرد په کال کې ۶ تر ۱۰ پورې ښه عادتونه پیدا کوي او په همدې شمېر عادتونه له لاسه ورکوي، نو د ورځنیو عادتونو په اړه او دا چې په تاسو باندې څه اغېزه کوي، فکر وکړئ. باور وکړئ، چې خپل ځان په خپلو عادتونو سره رامنځته کوئ، له دې وروسته عادتونه ستاسو ژوند جوړوي.