لیکنه: ملیحه ناصري
زموږ ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده چې د نجونو له کوره وتل یو ډول بې ستري شمېرل کېږي ؛ خو یوه اړینه خبره په دې هکله دا ده چې د نجونو له کور څخه دباندې تګ هغه وخت ننګ کېدی شي چې د کورنۍ لپاره ستونزې جوړې شي او پر بدو لارو روانې وي. که یوه نجلۍ ښوونځی ونه وایي, پوهنتون ونه لولي او لوستې نه شي ؛ نو نارینه د ښځو روغتیا پال نشي کېدی, که چېرې وهم شي بل سړی خپله خور او لور ده ته نه راولي چې ستر ځایونه یې معاینه کړي او ویې ګوري. نارینه ښوونکي سره نجونې په ارام زړه درس نشي ویلی او نه زغرده خپلې پوښتنې مطرح کولی شي, لکه یوې ښځینه ښوونکې نه یې چې کوي . ډېری نارینه د خپلو ښځو پر وړاندې سخت حساس وي ؛ خو د بل چا خور او لور په ډېرې اسانۍ سره ځوروي. خبره به اوږدوو نه رابه شو هغو ستونزو ته چې نجونې د زدکړو پر مهال ورسره مخ وي:
- کله چې یوه نجلۍ له کوره پښه دباندې ږدي دوه قدمه په ارامه نشي اخیستی ؛ ځکه ولاړ هلکان لومړی دا سر تر پښو چک کوي, بیا یې ورپسې ګوري تر هغو چې له سترګو یې پنا یا خپله له کتو ستړی شي. البته ټول نارینه نه ؛ ځکه داسې هلکان هم شته چې نجونې ورته وګوري دوی سر ټیټ اچوي.
-
کله چې د ځینو هلکانو له مخې یوه نجلۍ تېره شي , لومړی یوه خبره ورته کوي بیا ورپسې خاندي. که پوښتنه وشي چې ولې, وی له کوره به نه راوته .که سمه وی ؛ خو په کور به ناسته وه. ستونزه دلته ده چې د دوی خویندې او مور هم له کوره وځي ؛ خو د کورنۍ د مېرمنو تګ ورته اړتیا او د بل چا تلل ورته بې ستري او ساتېری ښکاري.
-
کله چې زدکړیز چاپیریال ته ننوځي , په ښوونځیو کې نه پوهنتونونو کې, د همغه چاپېریال هلکان یې په یو ډول نه په یو ډول ځوروي. که هېڅ هم ونه وایي, سلام اچوي او ورسره خاندي, یو بل ته ګوري او لاس په لاس شي سره چې هغه ده داسې کار مې وکړ. دا هېڅ نه سنجوي چې لومړی د ګوڅو د هلکانو خبرې واورېدې واورېدې تر دې ځایه چې راغله, یو ارامه ساه یې واخیسته چې ځه راورسېدم ؛ خو دلته نور پیل وکړي.
-
په ټولګي کې که ټولګیوال یې ونه ځوروي ؛ ځکه د ټولګي د مینځ اړیکې خورا مقدسې وي ؛ خو ځینې استادان داسې خبرې د نجونو پر وړاندې ښکته پورته کوي چې هغه په زړه کلکې نجونې غلې ناستې وي او لږ عاجزې نو په ژړا هم شي ؛ ځکه د نارینه وو تر مخ د ځینو خبرو اورېدل د ښځینه وو حیثیت زیانمنوي. په استادانو کې استثنا شته.
-
د افغانستان ډېر پوهنتونونه اوس ګډ سیسټم ( کو اېجوکېشن) پلی کوي. هېڅ امکان نه لري چې په یوه ټولګې کې دې هلکان او نجونې سره ګډ کې نه ني؛ نو پکار ده چې د نجونو تر مخ په ځینو مسلو کې چې نازکې وي, نزاکت مراعات شي.
-
که یوه نجلۍ لنډې جامې واغوندي هم ورپسې خبرې کوي او رقم رقم ځورول کېږي, د دې په نوم چې بې حیا ده , که اوږده کالي واغوندي او حجاب مراعات کړي , وی تر حجاب لاندې یې فتنې کوي. په هېڅ چوکاټ کې اوس نشي کولی چې نجلۍ دې ارامه وي. که یوه نجلۍ زدکړې کوي, سمه ده چې تر ټولو مخکې به خپله ګټه سنجوي ؛ خو سبا همدغې نجلۍ ته زموږ او ستاسو خور لور اړ کېږي او مرسته ځنې غواړي. نجونو ته په هر وخت کې اړتیا ده چې درس ووایي, زدکړې وکړي او لوستې شي.
اړینه نه ده چې هرومرو دې له نارینه وو سره په یوه ځای کې کار او دنده ولري ؛ ځکه له عرف نه خو شریعیت خورا ارزښت لري. د عرفي او شرعي ارزښتونو په پام کې نیولو سره چې دنده وشي څه ستونزه به ولري؟!
تر دې هاخوا هومره چې هلکان د زدکړې پر مهال اروایي او فزیکي ستونزې او ربړې زغمي, د هغوی دوه چنده ښځینه پوړ ورسره مخ کېږي ؛ ځکه له یوې خوا د کور چارې, اولادونه, قامپالنه او نور سمبالوي, له بل پلوه به هم درسونو ته چمتو والی نیسي او هم دندې ته.
د ځورونو پر ځای چې درناوی ورته وشي ښه ده. هېڅ ډاکټره خپل ځان خپله نشي معاینه کولی, هېڅ نجلۍ خپله خپل ځان ته سبق نشي ورکولی. ټولې اړیکې د تبادلې اړیکې دي.
ښځو ته مطلقه ازادي هم پکار نه ده ؛ ځکه بیا یې کنټرول سختېږي . نسبي او پر ځای ازادي دې ورکړل شي چې وکولی شي خپل او د بل اولاد وروزي.
د دې ټولو خبرو تر څنګ د بل چا خور او لور ته هم په همغه نظر وکتل شي چې خپلو ته ګوري. که نه غواړي چې د کورنۍ نجونې او مېرمنې یې وځورول شي ؛ نو خپله دې هم د نورو خویندې نه ځوروي. ځینې وخت هلک په نجلۍ باندې ناحقه تور لګوي چې ان د دې لامل شي چې د نجلۍ کورنۍ نجلۍ ووژني. انساني کرامت یې هم تر پښو لاندې شي او ژوند هم ترېنه واخیستل شي. سربېره پر دې موږ ټول د پت او ابرو کلک پلویان یو, د وچ تور له وجهې هم وژنې وشي هم دواړو لوریو ته عزت نه ورپاتې کېږي ؛ نو ښه ده چې د بل چا په ابرومندۍ کې خپله ابرو هم وساتو .