افغان ټولنپال ولسواک( افغان ملت) ګوند د افغانستان په سیاسي حزبونو کې یوازینی او تر ټولو غښتلی ګوند و، چې د ملت پالنې او دیموکراسۍ په ګډې نظریې په طبیعي ډول رامنځته شوی او د دغو نظریو د لرونکو روشنفکرانو تر ټولو ستر او واحد ادرس و.
دغه ګوند د ظاهرشاه د دیموکراسۍ په لسیزه کې د غلام محمد فرهاد لخوا تاسیس او په تدریجي ډول د افغانستان تر کلیو بانډو وغځیده او د ټولنې په مختلفو قشرونو کې یې ریښې وکړې.
افغان ملت ګوند د خلق دیموکراتیک ګوند په شان طبیعي او ستر ګوند و، خو په دې توپیر چې افغان ملت واقعاً ملي او داخلي ایډیالوژۍ، پر ولسواکۍ باور او داخلي رهبري لرله.
دغه ګوند هم دیموکرات و، هم ولسواک او هم ملي.
هم یې د پښتونستان داعیه هدف و، هم یې ملي ژبه، ملي حاکمیت او نور ارزښتونه سرې کرښې وې.
د دې ترڅنګ یې د تمدني ارزښتونو لپاره مبارزه کوله او د معارف پرمختګ او ولسي ویښتیا لوی ارمانونه وو.
افغان ملت ګوند د روسانو خلاف د افغان جهاد په لیکو کې کلکه مبارزه وکړه، خو ملي او خپلواکه مبارزه.
د دغه ګوند غړو د نورو مجاهدینو برعکس په یوه وخت کې د مبارزې څو سنګرونه تاوده ساتلي وو.
په افغانستان کې یې د کمونیست پلوه حکومت زجر و ستم ته غاړه ایښې وه او په پاکستان کې د ملت پالنې د نظریو له مخې د پنجابي استعمار د جبر و ستم ناکردې زغملې.
له دې هرڅه سره افغان ملت په تش لاس، له پردۍ اجنډا او اطاعت پرته هم د افغان جهاد په کامیابولو کې نقش درلود، هم یې ملت پالنه کوله او هم یې د مدني او دیموکراتیکو ارزښتونو پالل نه وو هېر کړي.
بیا څه وشول؟
افغان ملت ګوند د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته د پوهاند ډاکټر انورالحق احدي په مشرۍ د کرزي د حکومت متحد شو.
احدي، چې پياوړی اقتصاد پوه دی، د افغانستان بانک د لومړني ریس په توګه یې د نویو افغاني بانک نوټونو په چاپ او ترویج او نورو برخو کې اقتصادي پرمختګونه رامنځته کړل.
وروسته د مالیې او سوداګرۍ وزیر هم شو، چې کارونه یې ډېرو ستایلي.
احدي د دې ترڅنګ، چې وستایل شو، خو نیوکې هم ورباندې کمې نه وې.
لویه نیوکه دا وه، چې د افغان ملت په شان ستر تاریخي ګوند یې سم رهبري نه کړای شو.
ده ایله د ګوند هغه فرکسیون، چې د ده تابع و، پر اقتصادي سرچینو حاکم او په حرامو پیسو ماړه کړل.
نور هم ترې ګوند هېر شو، هم هغه ارزښتونه، چې د ګوند زرګونه نوم ورکو اتلانو لسیزې ـ لسیزې مبارزه ورته کړې وه او سرونه یې پرې داو کړي وو.
د کرزي د حکومت له پيله تراوسه افغان ملت ګوند په ځلونو ـ ځلونو ولویده، ووېشل شو، وځپل شو او له یوه لوی او ځواکمن ګوند څخه په یوه حاشیوي او کم ارزښته سیاسي ادرس بدل شو.
په دې کې به له شک پرته د بهرنیو هېوادونو لاس هم و، کرزي به هم د دغه ګوند ځواکمنتیا نه غوښته او د وېشلو اجنډا به یې لرله، خو لویه نیوکه بیا هم پر ښاغلي احدي وه.
احدي سره ممکن د ګوند نورو مشرانو هم د ګوند د حیثیت او قوت ساتلو لپاره سم لاس نه وي ورکړی، خو په ټوله کې د ګوند د رهبر په حیث د نیوکې ګوته همدغه ښاغلي ته نیول کیږي.
ښاغلی احدي تورن دی، چې په ګوند کې یې خپله محدوده حلقه پاللې، یوازې یې ده ته پر یوه وزارت ورکولو اکتفا کړې او نور یې د ګوندي انسجام، ثبات ساتلو او پراختیا لپاره کومه علاقه او عملي اراده نه ده ښودلې.
احدي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کې حد اقل د خپل سیاسي تداوم په نیت ولسمشریزو ټاکنو ته د ودریدو مانورې وکړې، خو خپل وزن او چانس ته په کتو بیرته ترې شاته شو او له ۲۰۱۴ وروسته یې د ملي جبهې په نوم د یوې سیاسي ډلې په جوړولو سره د اشرف غني سرسخته مخالفت ته مخه کړه.
احدي غني د ناقانونه حکومت( ملي یووالي حکومت) په جوړولو تورناوه او د اساسي قانون تطبیق یې غوښت.
د ده یو لوی شعار د اجرایه ریاست منحلول و، چې په خبره یې د افغانستان قانون او نظام ورسره سخت ننګول شوی.
احدي وروسته د ملي ایتلاف په نوم د حکومت له هغو سیاسي مخالفینو سره هم یو لاس شو، چې اکثره د نظار شورا مشران پکې را ټول شوي وو او د افغان ملت ګوند د نظریې خلاف یې په افغانستان کې پاشلی نظام، غیر ملي سیاست او ان د فیډرالي حکومت غوښت.
دی، چې کله پوه شو، یاد شوی ایتلاف یې د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو لپاره نه نوماندوي، له دغه ایتلافه ووت او ویې ویل، چې ایتلاف ترې په افغانستان کې د مقتدر او مرکزي حکومت د موجودیت برعکس د پاشلي او ویشلي حکومت تمې لرلې.
اوس څه کوي؟
ډاکټر احدي اوس د ولسمشریز نوماند او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د ټاکنیز ټیم لوړپوړی غړی دی.
هغه ته عبدالله منلې، چې که ولسمشر شو، ده ته به د اجرایه ریاست هغه څوکۍ ورکوي، چې احدي بیا ـ بیا د قانون خلاف بلله او له کبله یې د خپل پخواني سیاسي او شخصي ملګري اشرف غني سخت مخالف شوی و.
اوس نه یوازې احدي؛ بلکې ټول افغان ملت ګوند په یوه خورا ځورونکي وضعیت کې دي.
د افغان ملت ګوند یو بل مشر غلام جیلاني پوپل د حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم د کمپاین مشر و، خو اوس یې لوری نه دی معلوم، چې د اتمر له انصراف سره به کومې خوا ته ځي؟
د ګوند یو شمېر نور مطرح کسان لکه: صدیق پتمن، غلام فاروق مېړنی، د مرحوم شمس زامن او نور د اشرف غني ملاتړي دي.
په ټوله کې افغان ملت ګوند وېشل شوی او غړي یې نه پوهیږي، چې په دغو تیت و پرکو دریځونو کې کوم لوری غوره کړي؟
پایله:
سږنیو ټاکنو افغان ملت ګوند د لا نورې پاشلتیا لور ته سیخ کړی، چې له شک پرته ملامتي یې د دغه ګوند پر مشرانو ده.
د افغان ملت د اوسنیو مشرانو نسل نه خپل تېر نسل ته ځواب ویلی شي، چې د هغوی د قربانیو، سرښندنو او مبارزو په ثمره یې څه ـ څه معاملې وکړې او یو لوی ګوند یې څنګه د بربادۍ په کندو کې خښ کړ او نه یې نوي نسل ته ځواب ویلی شي، چې هغوی ته یې کوم ارزښتونه او عملونه په میراث پرېښودل؟
د دې لپاره، چې دا وضعیت ختم او بحران حل شي، غوره ده چې د افغان ملت ګوند مشران( انورالحق احدي، غلام جیلاني پوپل، سمبولیک مشر ستانه ګل شېرزاد او نورې مقتدرې څېرې) سره کیني او د ګوند د کنګرې له بللو سره هم د راتلونکو ټاکنو په اړه د ګوند د ارزښتونو، ګټو او سراسري پریکړې له مخې تصمیم ونیسي او هم د ګوند داخلي انسجام او یووالي ته کار وکړي.