د ننګونو پر وړاندې د ژوند دا درسونه باید هر څوک زده کړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: شوان چوهد
ژباړه: آلما افغان
– هیڅکله خپل راتلونکی ګام په ټوله نړۍ کې مه شریکوئ، پر اسراره یا تر ډیره مخفي اوسئ.
– په پیسو او ټولنیز وضعیت ډیر ټینګار مه کوئ؛ برعکس د جذب پر ځای یې لومړی د یو کار په ښه کیفیت کار وکړئ. ځکه پرته له پلان څخه جذب په هوا کې د سلطنت جوړول دي.
– لوی فکر وکړئ، لوی باور وکړئ او لوی ګام پورته کړئ، ځکه ددې کارونو پایله به هم لویه وي..
– مبارزه، غم او دردونه به ستاسو شخصیت پیاوړی کړي، په همدې اساس غوره ده چې قوي او محکم اوسئ.
– د ډیری مهارتونو یادول؛ لکه؛ د پخلي، عامه خبرې یا وینا، خپګان او تشویش کنټرولول، په ټیکنالوژۍ پوهیدل او استعمال، رسامي، بوکسینګ، د ډیرو ژبو زده کول، په ریاضي کې تجربه… به تاسې سره تل مرسته وکړي او هر حالت کې به درسره د بدیو او ناکامیو پر وړاندې جګړه وکړي.
– که ستاسو رواني روغتیا سمه نه وي، ستاسو فزیکي او مالي هوساینه به ویجاړه وي او ویجاړه به شي. نو رواني روغتیا ته مو هم ډیر پام وکړئ.
– ځینې وختونه باید د خپلې خوښې شیان قرباني کړئ ترڅو؛ ډیرې ښې پایلې ترلاسه کړئ، یعنې که کوم وخت مو د خوښې شیان له منځه تلل، وارخطا کیږئ به نه، ځکه ژوند کې داسې قرباني راځي.
– د یو څه شي انګیرنه یو ناڅاپي شیبه ده، خو تاسو ځینې ښه عادتونه رامینځته کولی شئ، که کوښښ وکړئ، په خپلو هڅو سره هم یوه بریا او ښه والی راوستلی شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.