د کرکټ مبصرین د کمینټرۍ پر سر څو میلیونه ډالر او له چا یې اخلي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کرکټ لوبه، چې په ټوله نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او ورځ تر بلې دغه لوبه نوی رنګ او خوند راپیدا کوي، په یو شمیر هغه هېوادونو کې چې کرکټ پکې ډیر نه ترسره کیږي، هلته یې هم مینه وال مخ پر ډیریدو او د دغه لوبې او لوبغاړو سره یې ځانګړې مینه لري.
د دغې لوبې خوند هله لا زیات شي، چې د کرکټ پوهان او مبصرین یې په روانه لوبه تبصره کوي او لیدونکو او اوریدونکو ته یې هره شېبه په غږیزه بڼه یې په لفظونو ښکلې کوي.
د سیالۍ خوند هغه وخت کې لا زیات شي، چې لوبه یو حساس حالت ته ورسیږي او د لیدونکو او اوریدونکو ورته سخته تلوسه پیدا شي. په دغه وخت کې یو کمینټیتر او تبصره کونکې ته هم ډیرې سختې شېبې وي، چې د کوم ډول لفظونو استعمال وکړي او خلکو ته لوبه لا جالبه او رنګینه کړي.
د کرکټ په ډګر کې هغه شمیر مبصرین، چې د نړیوالو سیالیو پر مهال د لوبې تبصره کوي او هرې سیالۍ ته ځانګړي مبصرین ټاکل شوي وي، ځینې د قرار داد له مخې او ځیني د ځانګړو تلویزیونونو سره د کلني قرارداد په اساس په ملیونونو ډالر را خپلوي.

د دغه مبصرینو له ډلې د هندوستان راوي شاستري، هارشه بوګلي، راهول ډرایویډ، انیل کمبلي، سهراب ګنګولي او سونیل ګواسکار د هر میچ په سر ۲۵۰۰، د سیریز په سر ۵۰ زره او د کال یو میلیون امریکايي ډالر د (اي اس پي این ټلویزیون، ای پي سي ټلویزیون او د هندي کرکټ بورډ) څخه، د پاکستان رمیز راجا د (ټین سپورټ شبکې څخه د کال ۷ لکه امریکايي ډالر، وقار یونس د (ټین سپورټ شبکې څخه د کال ۷ لکه امریکايي ډالر، وسیم اکرام د (اي اس پي ان سټار سپورټ) څخه ۶ لکه امریکايي ډالر، د اسټرالیا شین وارن د (سټار سپورټ، سکايي سپورټ) او نورو څخه د کال یو میلیون ډالر، د بنګله دیش ناصر حسین د (سکايي سپورټ) څخه د کال ۶ لکه ۷۰ زره امریکايي ‌ډالر، د جنوبي افریقا شان پولاک د (سوپر سپورټ) څخه د کال ۴ لکه امریکايي ډالر ترلاسه کوي.

د پورته ذکر شویو مبصرینو ترڅنګ یو شمیر نور مبصرین هم شته چې د کرکټ لوبې پر مهال د تبصرې کولو په بدل کې د تړون پر اساس د بېلابېلو ټلویزیوني چینلونو څخه زرګونه ډالر ترلاسه کوي.