د ولسي جرګې د اوولسمې دورې ریس پرون له یوې نیمې میاشتې ناندریو وروسته بالآخره وټاکل شو.
نوی ټاکل شوی ریس میر رحمان رحماني له اوږدو ناندریو وروسته دغه څوکۍ د رایو په اکثریت وګټله.
خو رحماني څوک دی؟
ولې ناندرۍ وې؟
او دی څنګه د جرګې ریس شو؟
په دې مطلب کې به همدې موضوعاتو ته ځغلند نظر واچوو؟
ولې ناندرۍ؟
د ولسي جرګې ریاست د ځانګړي اهمیت له کبله د جرګې وکیلانو ته ډېر مهم دی.
د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو هیله ډېرو وکیلانو لرله.
د دې هیلې د پوره کولو لپاره د ځینو وکیلانو په ادعا تر څوارلس میلیونه ډالرو پورې پیسې ویشل شوي.
د جرګې د ریاست څوکۍ ته ټاکنې د پینځو کلونو لپاره کیږي، خو د اداري پلاوي نورو غړو ته هر کال یو ځل ټاکنې کیږي.
د سږنۍ جرګې د ریاست لپاره په لومړي پړاو ټاکنو کې میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي کاندیدان وو.
په هغه پړاو کې د رحماني د بریالیتوب لپاره یوه رایه کمه وه. په دویم پړاو کې میرافغان صافی او جاوید جیحون کاندیدان شول.
د درېیم پړاو لپاره خان محمد وردګ او یو بل وکل نوماندان شول، چې په دغو دواړو پړاوونو کې یو نوماند هم د بریالیتوب رایې خپلې نه کړې.
د جرګې د داخلي طرزالعمل له مخې د څلورم او وروستي پړاو ټاکنې د دوو زیاتو رایه اخیستونکو نوماندانو ( میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ) ترمنځ وشوې، چې رحماني بلآخره له اوږدو ناندریو وروسته دغه څوکۍ د زیاتو رایو په ګټلو سره تر لاسه کړه.
البته دا ادعا هم مطرح ده، چې یوه لویه برخه وکیلانو د رحماني په ګډون له مختلفو نوماندانو د رایې په بدل کې پیسې اخیستي.
دا ادعا دومره شرمونکې شوه، چې ان د پارلمان په تشنابونو کې د پیسو د راکړه ـ ورکړې خبر ورکړل شو.
د جرګې د ریاست یوه نوماند کمال ناصر اصولي په دې اړه د اسنادو د لرلو ادعا هم وکړه.
د هغه په وینا یوه وکیل، چې ده د تشناب مخې ته د ۱۰ زره ډالرو په اخیستو په خپلو سترګو ولیده، ده ته په عذر ورغی څو راز یې وساتي او افشا یې نه کړي.
رحماني څوک دی؟
میر رحمان رحماني د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسیدونکی او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازی دی.
هغه د جرګې په تېره دوره کې هم وکیل او د اقتصاد د کمیسون غړی و.
رحماني به ۱۳۴۱ لمریز کال کې زیږیدلی او د بګرام له لېسې تر فارغیدو وروسته یې په روسیه کې پوځي زده کړې کړي.
دی د بګرام د ټولنیزې شورا او د پروان د سوداګرۍ خونې ریس هم پاتې شوی.
رحماني په پوځي برخه کې د جنرالۍ رتبه لري.
میر رحمان رحماني د دې ترڅنګ یو مشهور پانګوال دی.
ویل کیږي، چې خپله لویه برخه شتمني یې پر امریکایي ځواکونو د نفتي موادو د پلور له پلوه ترلاسه کړې ده.
د رحماني یو زوی اجمل رحماني له کابل څخه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې بریالی شو.