لیکنه: ګري ګولډین
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
تر دې دمه ما د کاري مرکې لپاره په سلګونو زده کوونکي روزلي دي. په یوه وړوکي کالج کې درس ورکول په دې مانا ده چې ما له تاسې څخه زیات کالي زاړه کړي دي او زما له لوري د زده کوونکو لپاره دغه لارښوونه د دې لامل شوې، چې په کاري مرکو کې بریالي شي او په دندو وګومارل شي.
راځئ چې یو ځغلنده نظر ورته وکړو. د کاري مرکو په اړه به ښايي چې په زرګونو مقالې، نظریې او مطالب وي او ښايي له کوم بل ملګري، استاد او یاهم له خپل سکني ورور څخه به مو هم لارښوونه ترلاسه کړې وي، خو زما په نظر وړاندې له دې چې د کاري مرکې ماحول پریږدئ، نو له پوښتونکي او یاهم پوښتونکو (مرکچي \ مرکچیانو) یوه مهمه پوښتنه وکړئ.
پوښتنه ډیره ساده ده او ستاسې په زړه کې خامخا ځای نیسي، چې دوی ولې تاسې پوښتي؟ په یاد لرئ چې تاسې ځکه پوښتل کیږئ چې دنده ترلاسه کړئ، نه د کوم بل څه لپاره.
وړاندې له دې چې کاري مرکې ته د پای ټکی کیږدئ، باید تل دغه اخري پوښتنه وکړئ.
څو کاله مخکې زما یوه زده کوونکي دغه پوښتنه له ماسره شریکه کړه او زه یې د دې پوښتنې په مناسبتوب او ساده توب په بشپړه توګه هک پک کړم. دغه پوښتنه په لاندې ډول ده:
“وړاندې له دې چې زه ولاړ شم، ایا زما په اړه داسې کوم څه شته چې تاسې ته ګونګ اوسي او یاهم داسې کوم نیمګړي مالومات اوسي، چې زه پرې روښنایي واچوم؟”
او یاهم:
“مننه له دې چې ماته مو وخت راکړ، خو غواړم په یوه شي ځان ډاډمن کړم. لکه څنګه چې موږ او تاسې زما پر تجربو، مهارتونو او ځانګړنو بحث او خبرې اترې وکړې، نو په دغې وروستۍ شیبه کې د فرصت نه په ګټې اخیستو سره غواړم له تاسې دا وپوښتم، ایا زما په اړه داسې کوم څه شته چې تاسې ته ګونګ اوسي او یاهم داسې کوم نیمګړي مالومات اوسي، چې زه پرې روښنایي واچوم؟”
په کاري مرکه کې دغه وروستۍ پوښتنه درې مهم علتونه لري:
۱.تاسې ته دا فرصت درکوي چې ترڅو په دې پوه شئ، چې ګوندې د پوښتونکي په ذهن کې ستاسې په اړه ګونګ سوالونه او یاهم موضوعات حل شوي دي او یا لاهم شته. همدارنګه د دغې وروستۍ پوښتنې په کولو سره به ستاسې له زړه څخه شک لیرې شي او له ځان سره به ووایئ چې تاسې وکولی شول ترڅو د دغه فرصت نه په ګټې اخیستنې سره په دې ځان پوه کړئ، چې ترمنځ مو ګونګ سوالونه او یاهم موضوعات له منځه تللي او که لاهم شته؟
۲. همداراز دغه پوښتنه په پوښتونکي کس باندې څه ناڅه نرم فشار راوړي ترڅو تاسې ته په صداقت سره هغه ځواب درکړي، چې تاسې یې غوښتونکي یئ. په خبرو اترو کې ډیری وخت د خلکو لومړنی ځواب رښتینی وي او یاهم هغه څه بیانوي چې دوی یې په رښتیا سره غوښتونکي وي.
تاسې د رښتیني ځواب په لټه کې یۍ او که چیرې ستاسې په ځواب کې یې وویل چې نه موږ وکولی شول ترڅو ستاسې په اړه ټول مالومات ترلاسه کړو، نو په دې سره به تاسې ډاډمن شئ چې ګوندې ومو کولی شول د فرصت نه په ګټې اخیستنې سره هغه\هغوی تر خپل اغیزې لاندې راولۍ او خبره یې له خولې واخلئ.
که چیرې داسې غبرګون یې وښود چې ستاسې په اړه وضاحت ته اړتیا لري او یاهم غواړي چې یوه یا دوه پوښتنې نورې هم درڅخه وکړي، نو ستاسې وروستۍ پوښتنه په بشپړ ډول سره اړینه وه چې باید پوښتل شوې وی.
۳. د کاري مرکې په پای کې دغه وروستۍ پوښتنه ستاسې په اړه ډیرڅه بیانوي او دا ښيي چې ګوندې تاسې په رښتیا سره د دغې دندې علاقمند یاست. همدارنګه دغه پوښتنه داهم په اثبات رسوي چې ګوندې تاسې د خبرو اترو له بشپړو مهارتونه څخه برخمن یاست.