ولې د افغان لوبډلې تیز بالنیګ له سقوط سره مخ دی؟ لامل او حل لاره څه ده؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې په لمړیو وختونو کې یې د خپلو تیزو بالرانو پر مټ د دویمې او دریمې درجې ټولې لوبډلې د کرکټ په ډګر کې د بریاوو څخه ایسارې کړې وې او د همدغه تیز بالینګ پر مټ همدا افغان لوبډله تر نړیوال جام پورې ورسیده؛ اوس د هغه وخت تیز بالینګ ورځ تر بلې د سقوط سره مخ کیدونکی دی.
تیز توپ اچوونکی حمید حسن د ټپي کیدو وروسته د ملي لوبډلې لپاره هغه ډول چې پکار و، و نه لوبید او د کلونو راهیسې د لوبډلې څخه بهر دی، ځکه چې ټپونه د دې اجازه نه ورکوي، چې نور دې کرکټ ته دوام ورکړي او د لوبډلې غړی دې واوسیږي.

چپ لاسی تیز بالر شاپور ځدران، چې په نړیوال جام کې د راښکاره کیدو سره سم د نړیوالو مبصرینو لخوا ډیر وستایل شو، د خپلې دنګې ونې او د توپ اچونې د ښکلي انداز له کبله یې د ډیرو مینه والو په زړونو کې ځای پیدا کړ او ملي لوبډلې سره د یو مهم کلیدي لوبغاړي په توګه لوبیدو، خو ویل کیږي د وخت د کرکټ بورډ د مشرانو نسیم الله دانش او شفیق ستانکزي لخوا د یوې شخصي معاملې ښکار شو او د یو کلنې مودې په وخت کې د ملي لوبډلې څخه بغیر د کوم دلیل څخه بهر و او بیرته راتګ یې هم لوبډلې ته په سیاست کې ښکیل شول.

په سیاست کې د ښکیلیدو په اړه یې ځکه وایو چې د کرکټ بورډ د مشر لیرې کیدل یوه سیاسي معامله و، هغه کس لیرې شو چا چې شاپور ځدران د لوبډلې څخه بهر ساتلی و او هغه چا بیرته راوست، چې د مخکیني مشر سره یې ستونزې درلودلې، خو دا چې نوی مشر د خلکو پام ځان ته را جلب کړي، نو لمړی یې شاپور ځدران او ورپسې یې شفیق الله شفق د لوبډلې سره یو ځای کړل، خو د شاپور لوبیدل بیرته یوازې په څو سیالیو کې ولیدل شول، نور ورسره پخوانی کار روان دی.
شاپور ځدران ویلي وو، په تمریناتي کیمپ کې نوموړي ښه کارکردګي وکړه، خو د میچ په وخت کې یې زیړ بنین پر غاړه وي او یوازې د لوبې ننداره کوي.
د تیز بالرانو په لیست کې بل هغه بالر، چې د حمید حسن او شاپور ځدران بیک اپ او ملاتړی و، هغه دولت ځدران دی. دولت ځدران د کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لمړنی هغه تیز بالر دی، چې مسلسل ۷ کلونه د ملي لوبډلې سره د یو تیز بالر په حیث ولوبید او ټوله تکیه هم پر نوموړي کیږي، خو په اوسني وخت کې د دولت ځدران حالت د اندیښنې وړ ښکاري، ځکه چې نوموړی د زیمبابوې خلاف د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لپاره د لوبډلې څخه ډراپ شو. کله چې دولت ځدران د لوبډلې څخه ډراپ شو، نو افغان لوبډله په سپین میدان پاتې شوه او د لوبډلې د کمبنیشن د جوړولو په خاطر یې افتاب عالم لوبډلې سره یو ځای کړ.

افتاب عالم که څه هم د ملي لوبډلې لپاره به په راتلونکي وخت کې ښه ثابت شي، خو په اوسني وخت کې پرې هیڅ حساب نشي کیدای او لوبډله پرې هم تکیه نشي کولی.
اوس افغان لوبډله د لوبډلې د بالینګ حیاء په سوکه توپ اچوونکو یا سپین بالرانو باندې خوندي کوي. خو د تیزو پیچونو سیالیو ته به څه کوي، هغه چې سپین بالینګ هیڅ نه سپورټ کوي او تیزو بالرانو ته اشده اړتیا وي؟ خو افغان کرکټ بورډ ورته څه ځواب لري ؟
یوازې په سپین بالینګ هیڅ لوبډله ملا نشي تړلی او تیز بالران د لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري، چې د پاور هیټینګ یا قوت لوبې کولو پرمهال باید تیز توپ اچونکي موجود اوسي، ګنې د سپین بالینګ څخه ډیره تمه نشي کیدای او که کیدای شوه، نو د پاور پلای (Power Play) یا د دایرې ټول اورنه به سوکه توپ اچونکو ترسره کولی.
افغان کرکټ بورډ یوازې د لوبډلې په سلیکشن او شخصي معاملو کې ښکیل ښکاري او د لوبغاړو د لوبیدو پر سر پکې هر وخت جنجالونه روان وي.
که په بورډ کې جنجالونه نه وي، نو یو پوره غړیتوب لرونکې لوبډله د هر یو لوبغاړي لپاره بدیل لري، که کرکټ بورډ په افغانستان کې د حمید حسن، شاپور ځدران او یا دولت ځدران بدیل لري، نو څوک دي؟
اوسني ټول تیز بالران ټول ولس ته معلوم دي، چې څومره به د بل لوبغاړي تشه ډکه کړي او د لوبډلې تکیه پرې کیدای شي.
ستونزه دا ده چې د ډومسټیک یا کورني کرکټ څخه باید په لسګونو لوبغاړي راڅرګند شوي وای، خو هغه شان نه دي شوي.
هیڅکله په مستقیم ډول د ۱۹ کلنې یا الف لوبډلې لوبغاړي د ملي لوبډلې د لوبغاړو تشه نشي ډکولی ترڅو چې د لوبډلې سره په څو سفرونو او تمریناتي کیمپونو کې موجود نه وي او ورسره کار ونشي، ځکه د ۱۹ کلنو لوبډلې کرکټ یو لیول وي، د الف لوبډلې بل لیول وي او د ملي لوبډله کرکټ بیا تر ټول پورته درجه کې وي، نو ځکه خو په اسانۍ سره یو لوبغاړی میچور کیدای نشي.
په هر صورت د ملي لوبډلې د تیز بالینګ اوسني حالت ته په کتو سره لوبډله د غټې ستونزې سره مخ ده او د راتلونکو دوه کلونو په موده کې باید داسې لوبغاړي را چاڼ شي، چې یو د حمید حسن، بل د شاپور او بل یې د دولت ځای ونیسي، لکه د پاکستان په لوبډله کې چې محمد عامر او نورو د وسیم اکرام، وقار یونس او شعیب اختر تشه را ډکه کړه او اوس هم په خپل تیز بالینګ د کرکټ په ډګر کې راج کوي او پیاوړې لوبډلې یې د خپل بالینګ ښکار کړې دي.
لیکنه: احسان الله ساپی