د اتمر او نبیل جنجال؛ اتمر وایي نبیل دې د ډیورنډ کرښې د اغزن تار ځواب ووایي

سپینه تجريدي ډیزاین

د ولسمشریزو ټاکنو له نیږدې کیدو سره نه یوازې دا چې ولسمشریز نوماندان له ولسمشر غني سره په جنجال اخته دي؛ بلکې خپله د دوی ترمنځ هم د لفظي ناندریو کچه په لوړیدو ده.
په دې ترڅ کې یوه مهمه موضوع د ملي امنیت د پخواني ریس او ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل هغه تورونه د یادونې وړ دي، چې څه موده مخکې یې پر ولسمشر غني او بل ولسمشریز نوماند حنیف اتمر پورې کړل.
نبیل د روژې په وروستیو کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ګڼې توندې نیوکې لرلې، چې یوه یې هم د ډیورنډ کرښې په اړه د معاملې ادعا وه.
دغه ولسمشریز نوماند ویلي و، چې ولسمشر غني او د ملي امنیت مخکینی سلاکار حنیف اتمر دې ملت ته وضاحت ورکړي، چې د یادې کرښې په اړه یې له پاکستان سره څه معامله کړې وه؟
نبیل همدا شان بهرنیو هېوادونو ته د ولسمشریزو نوماندانو د سفرونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د مشخص نوماند له یادونې پرته یې وویل، چې یوه ټاکنیز ټیم په ایټالیا کې له پاکستاني استخباراتو سره پټ ملاقات کړی.
د حنیف اتمر غبرګون
د رحمت الله نبیل دغو ادعاوو او تورونو ته ارګ یا د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم کوم غبرګون نه دی ښودلی.
خو د ملي امنیت مخکیني سلاکار او ولسمشریز نوماند حنیف اتمر دغو تورونو ته غبرګون ښودلی.
دلته د اتمر د غبرګون مهم ټکي درسره شریکوو.:
نبیل اصل ماتونکی دی!
اتمر پخپله اعلامیه کې رحمت الله نبیل په اصل ماتونې تورن کړی. هغه د خپلې اعلامیې په مقدمه کې ویلي: ((د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا پریکړه او هوډ کړی و، چې د دې شورا غړي به پر یو بل تبلیغاتي حملي او بې بنسټه تورونه نه لګوي. ډیر خواشیني يو چې زموږ دوست او ملګري ښاغلي انجینر رحمت الله نبیل دا اصل مات کړ، موږ نه غواړو د یادې شورا له غړو سره په یوه غیر ضروري مخالفت کې واقع شو، ځکه چې همدا اوس موږ ګډ هدف لرو ترڅو په یووالي سره د اساسي قانون خلاف د ډاکټر اشرف غني د کاري مودې د غځیدو مخنیوی وکړو))
پاکستاني استخباراتو سره د اړیکو ردول
حنیف اتمر دغه راز هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د ده ټاکنیز ټیم له پاکستاني استخباراتو سره پټې اړیکې لري.
د ده په اعلامیه کې ویل شوي: ((مالومه نه ده چې ایټالیا ته د سفر په رابطه د ښاغلي نبیل اشاره چاته وه، موږ له نوموړي څخه هیله کوو، چې په وضاحت سره خبرې وکړي. خو دا چې ځینو رسنیو له موږ سره اړیکه و نیوه، په دې رابطه وایو چې ایټالیا ته سفر د نوموړي هېواد د دولت او پارلمان په رسمي دعوت تر سره شوی او د دې سفر په ترڅ کې د ایټالیا له حکومت سره له لیدنو پرته له بل هیجا سره لیدنې نه دي تر سره شوي. زموږ ټیم په پټو استخباراتي اړیکو، لکه یو شمیر اشخاص او کړۍ چې دا اړیکې او همکارۍ لري بارو نه لري او دا د ملت په خیر نه ګڼي)).
نبیل دې وضاحت ورکړي!
حنیف اتمر، چې د ملي امنیت د سلاکارۍ تر اوایلو یې رحمت الله نبیل د ملي امنیت لوی ریس و، وایي هغه باید د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د موانعو د ایجاد وضاحت ورکړي.
ده یې د دلیل په توګه داسې لیکلي:((د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د موانعو د ایجاد په رابطه باید تر ټولو لومړی ښاغلی نبیل توضیحات ورکړي، هغه مهال چې نوموړی د ملي امنیت رییس و د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې اغزن سیمونه ولګیدل او په هېواد کې ترهګري زیاته شوه. نوموړی به هرومرو په یاد لري چې د پاکستان د پوځ لخوا د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د موانعو د کیښودو سلسه له شاوخوا لس کلونو را پدیخوا روانه ده. زموږ وسلوالو ځواکونو او د افغانستان خلکو په میړانې سره د دې کار د مخنیوي مقابله کړي د ښاغلي کرزي صیب د ولسمشرۍ په وخت کې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ او د ملي یووالي د حکومت پر مهال د تورخم نښتې چې زموږ سرتیري د همدې کار د مخنیوي په جګړه کې شهیدان او یو شمیر پاکستاني پوځیان ووژل شول بهترینې بیلګې دي)).
حنیف اتمر وړاندې لیکي: ((د همدې لسو کلونو په جریان کې ښاغلي انجینر رحمت الله نبیل دوه ځله هم د ښاغلي کرزي او هم د ښاغلي اشرف غني د ولسمشرۍ پرمهال د افغانستان د ملي امنیت د رییس په توګه دنده او اداري مسوولیت درلود. نوموړي سره له دې چې لسګونه زره کشفي او استخباراتي مامورین تر لاس لاندې درلودل او سلګونه میلیونه ډالر یې د لګښتونو بودیجه وه باید ملت ته وضاحت ورکړي چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې اغزنې موانع ولي و غځیدې او ترهګري ولي زیاته شوه؟))
ناقانع کوونکي ځوابونه
رحمت الله نبیل د حنیف اتمر دغې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.
د شنونکو په باور د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار لګولو موضوع بالآخره باید ملت ته روښانه شي.
د دوی په باور له دې موضوع سره باید انتخاباتي او سیاسي چلند ونه شي؛ بلکې د یوې تاریخي مسئلې په حیث باید نظر ورته وشي او ملت ته پټ واقعیتونه بربنډ شي.