د هغو خلکو څو غټې نښې چې په ځان باور نه لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: جی یاداو
ژباړه: غازي عابد
که څه هم هر انسان نیمګړی دی او دا نیمګړتیا ددې لامل کیږي چې هر شخص په خپل ځان شکمن شي، خو ځیني انسانان له بده مرغه د خپلې طبعي نیمګړتیا سره نورې خلاوې هم یوځای کوي او په دې ډول سره د ځا د ښه کولو کوښښ کوي چې دا یو بد او وروسته پاتې کار دی.
دلته په ځان د شکمنو او بې ثباتو خلکو څو ځانګړنې درسره شریکوو:
– دغه ډول خلک باټې ولي، ځان ستايي او په ځان ویاړي. دوی ځکه داسې کوي چې په رښتیني ډول سره وړتیا نه لري او ویریږي چې که داسې ونه کړي، ښايي له موقف، فعالیت او دندې نه وغورځول شي یا رسوا شي.
– هغه خلک چې د هر شې لپاره ځان ذخیره بولي، یعنې په هر څه ځان پوه پوه کوي او یوازې خلکو ته خپل ځان ننداره کوي، داسې خلک هم په ځان شکمن او باور نه لرونکي وي. غواړي په دې ډول سره خلکو ته ځان ښه معرفي کړي او د اوړو پوزه کیږدي.
کیدای شي نن سبا دا ډول خلک په فیسبوک، انسټګرام او نورو شبکو کې ومومئ چې کاذب شخصیتونه یې جوړ کړي وي، خو په عمل کې بیا ډیر بدل وي.
– هغه کس چې نورو ته ځان غټ غټ ښکاره کوي او تل په دې هڅه کې وي چې ځان غټ ښکاره کولو سره یوازې د خلکو پاملرنه راواړي، نه خلکو ته د ګټې رسوونې یا مرستې لپاره. دوی یوازې غواړي په دې غټ ښکاریدنې سره په اصطلاح خپل بیزنیس وکړي او خلک وغولوي. له غولونې وروسته بیا ځان ورکوي.
کیدای شي داسې ملګري مو لیدلي وي چې کله درسره مخ شي غورې درته وکړي، تمه هم در کړي چې داسې او هغسې مرسته او همکاري به درسره وکړم، خو کله چې عملي اړتیا شي، بیا یا نمبر نه پورته کوي یا نور ځان ورک کړي، ځکه له وسه یې نه وي پوره او هسې یې غورې دربې ویشتي وي.
– هغه خلک چې تل په نورو پورې خندا کوي او کبرجن وي. دا ډول انسانان تل ځان له نورو لوړ حسابوي، له خلکو سره یې روغبړ، ناسته پاسته او خبرې هم په داسې ډول وي چې کوښښ کوي ځان تر هغو لوړ وښيي یا نور داسې څرګند کړي چې تر لاس لاندې یې دي.
– بې باوره او نامطمئین خلک یو بل غلط عادت دا لري چې کوښښ کوي نور خلک سپک معرفي کړي او په دې ډول سره رقابت وګټي. ځکه دوی فکر کوي چې که بل سپک او بد معرفي کړم، زه به خلکو ته ښه ښکاره شم، خو دا یې غلط فکر او اخیستنه ده، ځکه بیرته خلک په همده لعنت وايي.
– دا ډول خلک د نورو خبرو ته غوږ نه نیسي، خو خپله یې ښې ډیرې کوي. تر دې چې کله نور خبرې کوي دوی په ناڅاپي او مغرور ډول سره یې خبرې ورپرې کوي او نه یې پریږدي چې مقابل لوری یې وینا مکمله کړي.
– او په پای کې؛ په ځان شکمن او بې باوره خلک تل کوښښ کوي چې په بیلابیلو افعالو سره د نورو خلکو احساسات زیانمن او منفي کړي. څو منفي احساس ددې لامل شي چې هغه شخص له کار او فعالیت وغورځیږي.