د هندستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو ۱۰ هغه لوبغاړي، چې د نیلامۍ پرته د بېلابېلو لوبډلو سره لوبیږي او په میلیونونو هندي کالدارې به ترلاسه کړي، نومونه یې خپاره شوي دي.
د هندوستان د ( ټي اس ام ) سپورټز د ویب سایټ د معلوماتو پر اساس په دغه لیست کې لمړی د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي دی. نوموړی به د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې لپاره ولوبیږي او ۱۷ کروړه هندي کالدارې، چې د ۲،۷ میلیونه امریکايي ډالرو معادل دي، پیسې ترلاسه کړي.
په دویم ځای کې د هند پخوانی لوبډلمشر او اوسنی لوبغاړی مهیندر سینګ ډوهني، چې دی به د چینايي سوپر کینګز لوبډلې سره د لوبډلمشر دنده ترسره کړي، د ۱۵ کروړه هندي کالدارو په بدل کې ولوبیږي.
په دریم ځای کې هندی روهیت شرما به د ممبي انډینز لپاره هم د ۱۵ کروړه، څلورم ځای کې اسټرالوي ډیویډ وارنر به د سنرایز حیدر اباد لپاره د ۱۲ کروړه هندي کالدارو په بدل کې، پنځم ځای کې بل اسټرالوي لوبغاړی سټیو سمیت به هم د ۱۲ کروړه هندي کالدارو په بدل کې د راجستان رایلز لپاره، شپږم ځای کې سرایش راینا به د چینایي سوپر کینګز لوبډلې لپاره د ۱۱ کروړه هندي کالدارو په بدل کې، اووم ځای کې هاردیک پاڼدیا دی، چې د ممبيي انډینز لوبډلې لپاره به د ۱۱ کروړه هندي کالدارو په بدل کې، اتم ځای کې د جنوبي افریقا پیاوړی لوبغاړی ای بي ډیویلییرز دی، چې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې لپاره به د ۱۱ کروړه هندي کالدارو په بدل کې، نهم د ډیرو پیسو بدل کې اخیستل شوی لوبغاړی ویسټ انډیزی سونیل ناراین دی، چې د ۸،۵ کروړه هندي کالدارو په بدل کې او په لسم مقام کې هندی تیز بالر بینیشوار کمار دی، چې د سنرایز حیدر اباد لوبډلې لپاره به د ۸ کروړه هندي کالدارو په بدل کې ولوبیږي.
د هندوستان د یولسم پړاو غوره لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د روان ۲۰۱۸ م کال د اپریل میاشتې په پنځمه ڼېټه د ۸ لوبډلو چینايي سوپر کینګز، راجستان رایلز، ډهلي ډریډویلز، کینګز ایلون پنجاب، رایلز چیلنجرز بنګلور، کلکته نایټ رايډرز، سنرایزرز حیدر اباد او د تیر کال اتلې ممبي انډینز په ګډون سره پیلیږي، چې په کې به ممبي انډینز لوبډله د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.