لیکنه: براین ټراسي
ژباړه: غازي عابد
بیزنس یا کاروبار د ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره حل لار ده. هر بریالی کارورباري یا بیزنسمین ددې وړتیا لري چې ستونزه درک کړي او داسې حال لار ورته راوباسي چې مناسبه وي.
د تجارت او یا کاروباري بریا لپاره دا پنځه مهم ټکي درسره په یاد لرئ:
۱- لومړی تشه معلومه او بیا یې ډکه کړئ.
انساني اړتیاوې او غوښتنې نامحدوده دي. په همدې ډول سره د سوداګرۍ، کاروبار او مالي بریاو لپاره هم بې شمیره فرصتونه او لارې چارې شته. ستاسې لپاره ستاسې د کاروبار په مخنیوي کې بل هیڅ خنډ نشته چې مخه مو ونیسي، یوازینی خنډ همدا دی چې تاسې په خپله په ځان محدودیت لګولی او فکر کوئ چې تاسې بیزنیس نه شئ کولي. سر له اوسه مو کاروبار ته لاس په کار شئ، که هغه وړوکی وي یا غټ… اندک اندک بسیار میشه!
۲- یوه ستونزه پیدا کړه او حل یې کړه.
چیرې چې د پيریدونکو د کموالي یا نشتون غټه ستونزې وي، هلته ستاسې لپاره یو ښه چانس هم شته چې یو کاروبار په کې شروع کړئ او ډیره ګټه لاسته راوړئ.
یو وخت کې به د پوتوکاپیو ډول داسې وو چې موږ او تاسې به کاپيانې د کاربون کاغذ په وسیله له نورو پاڼو ایستلې، که څه مشکل به په کې وو، نو بیا به مو چې له ټولو اخیستل شویو شیانو ستونزه ایستل لوی جنجال وو، په دې سره به زموږ زښت زیات وخت ضایعه کیده، ځکه چې یوه ورقه به مو ایستله؛ ورځې او ساعتونه به مو پرې تیرول. دا چې پرمختګ وشو او پرینټرونه جوړ شول د وخت ضایع هم ختمه شوه.
نو اړینه ده چې تاسې په خپل کلي، ماحول او نورو ځایونو کې وګورئ چې کوم کارونه درته ګټه کوي او کوم یې نه کوي، دا چې ولې یې نه کوي هغه لامل یې معلوم کړئ او هغه حل کړئ، څو مو کاروبار ښه شي.
۳- نامحدود فرصتونه.
په هر ځای کې ستونزې او ننګونې شته. ته چې اوس په کومه دنده کې یې، یا پخوا په کې وي، دا هم یوه ستونزه وه چې باید دا نده واخلې یا دې اخیستی وی، دا چې څنګه مو پخوا دنده اخیستې وه، نو کولی شئ اوس له هغې غوره یوه ترلاسه کړئ یا مو ترلاسه کړي وي.
باید هغه مشکل حل کړئ چې هر شخص یې لري او تاسې هم یې له امله نه شئ بریالی کیدای. دغه قسم ستونزې ته باید لاس په کار شئ او حل لارې یې ومومئ. مثلاً که تولیدي کار وي، باید ښه خدمات وړاندې کړئ، چې تیز، ارزانه او اسانه وي. که فکر او تصور وکړئ، دا هر څه ممکن دي، د ناممکنوالي خیال مو له ذهنه وباسئ.
۴- په پیریدونکو تمرکز وکړئ.
په بیزنیس کې د کامیابۍ لپاره تر ټولو مهمه نقطه په پيریدونکو تمرکز دی. ځکه که پیریدونکي نه وي، هر څه ګډوډ وي او ځوروي مو. د خپلو پيریدونکو غوښتنو، تقضاوو او اړتیاوو ته په کتو خدمات وړاندې کړئ. تل د خپلو پيریدونکو په اړه فکر وکړئ، چې ستاسې پیریدونکي به د څه غوښتونکي وي، پیریدونکو اساسي ستونزې کومې دي؟ یعنې په ټوله کې ځان داسې وبوله چې تاسې د نورو خلکو (پیریدونکو) یعنې مشتریانو لپاره کار کوئ او په ژوند کې مو همدا ځان ته یوه دنده ګرځولې.
۵- د لا ډیرې بریا لپاره مو ګټه په کار واچوئ.
کله مو چې ستونزه حل کړه، یعنې کاروبار شروع شو یا په ګټه کې روان شوۍ، نو بیا مو خپل وخت، وړتیا او انرژي د پیسو پر ځای د کاروبار په پراختیا او پرمختګ واچوئ. په امریکا متحده ایالاتو کې اوسنیو ډیرو بډایه اشخاصو له مفکورې پيل وکړ، کوچني کارونه یې شروع کړل، هغه یې لا پیاوړي کړل، بیلابیلې سرچینې او لارې چارې یې ورته وموندلې، تولید یې لا زیات او ښه کړ، دا دی اوس غټ غټ میلیاردران و میلونران دي.
دلته اصلي مفهوم دا دی چې هر شخص که وغواړي کولی شي په خپل کور کلي کې کاروبار شروع کړي، مثلاً خیاطي، یخ فروشي، سبزي او فروټ خرڅول، حتا هګۍ خرڅول او داسې نور کوچني کارونه دې شروع کړي او بیا دې پرې تر وسه نور لګښت هم وکړي، خو نورې لارې چارې دې وخت په تیریدو سره درکي کوي، خامخا به یو بډایه راتلونکی ولري.
پای کې ویلی شو؛ هیڅکله د ستونزې یا تاوان له امله مه مایوسه کیږئ، خپل کار او دندې ته مو ادامه ورکړئ، خدای مرسته کوونکی دی، بریالي به شئ.