د غبرګونو انسانانو په اړه ۵ جالب ټاکي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: ډیویش ګیل
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
د یوې کورنۍ په خپل خپلوانو کې هیڅ داسې یوه جوړه ښکلې نه وي، لکه څومره چې غبرګوني انسانان ښکلي او زړه راښکونکي وي. د غبرګونو انسانانو په اړه هرڅه ډیر جالب دي او همدا دلیل دی، چې ډیری میندې د غبرګونو اولادونو زیږولو خوب ویني او هیله یې کوي. د دغې خوښۍ خپلول کوم عادي کار نه دی او کله هم چې موږ د دوګانه یانو جوړه لیدلې، نو په خوله کې مو مسکا راڅرګنده شوې او حیران شوي یوو.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا تاسې تر دې دمه د غبرګونو انسانانو په اړه کوم جالب څه اوریدلي؟ یقیناً چې ځواب به مو نه وي. موږ یې دلته په اړه پنځه جالب ټکي او حقیقتونه راغونډ کړي:
۱. د دوی د “ګوتو نښې” یوشان نه دي
ډیری خلک په دې اند دي، چې ګوندې غبرګوني انسانان یوشان د “ګوتو نښې” لري، خو دا رښتیا نه دي. د خلکو د فکر برعکس، د غبرګونو انسانانو د “ګوتو نښې” سره توپیر کوي او دغه پدیده د مور په خیټه کې د هورمونونو او غذايي موادو د کچې په واسطه مشخص کیږي.
۲. دوی ذهن مطالعه کوونکي دي
غبرګوني انسانان د نورو انسانانو د ذهن په مطالعه کولو کې رغنده رول لري؛ دوی د یوه انسان په روح و روان ډیر ژر او په اسانۍ پوهیږي، چې خپه دی او که خوشاله او یا هم که ژور خپګان لري. دې ته موږ او تاسې ځانګړې اړیکه هم ویلی شو، چې د دوی په وجود کې نغښتې ده.
۳. غبرګوني انسانان خپلو میندو ته اوږد ژوند ورکوي
د اوتا پوهنتون د یوې څیړنې پر بنسټ، هغه میندې چې غبرګوني ماشومان زیږوي، له هغو میندو اوږد ژوند لري چې نه یې زیږوي. دا په دې مانا دی چې غبرګوني کسان نه یوازې دا چې ښکلي او زړه راښکونکي وي، بلکې خپلو میندو ته اوږد عمر هم وربښي.
۴. هغه میندې چې غبرګوني ماشومان زیږوي، د هغو میندو په پرتله زیاتې چاغیږي چې یو ماشوم زیږوي
د میندوارۍ په وخت کې د هغو میندو په خیټه چې یو ماشوم وي، له (۱۱ – ۱۵) کیلو ګرامو پورې وزن اخلي، خو د هغو میندو په خیټه چې غبرګوني وي، نو له (۱۵ ـ ۲۰) کیلو ګرامو پورې وزن اخلي.
۵. دوی الټراسونډ معاینې ته اړتیا نه لري
کله چې د یوې مور په خیټه غبرګوني ماشومان وي، نو ډاکټران د دغو غبرګونو ماشومانو د زړه د ټکان لپاره سټټیسکوپ (د معاینې اله) کاروي او د مور په خیټه کې د غبرګونو ماشومانو مشخص کولو لپاره د الټراسونډ معاینې ته اړتیا نه لیدل کیږي.