وو یاجون؛خبریاله چې میلیاردره شوه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

چینایۍ « وو یاجون» د یوه درځي (خیاط) په کور کې زېږېدلې ده. ډېرو ته ښايي داسې ښکاره چې د درځي د لور یې له میلیاردرۍ سره څه، خو داسې مېرمنې لکه وو شته چې ثباته کړې یې ده چې د پیاوړې ارادې پر مټ هر څوک هر کار ترسره کولی شي.
نوموړې په ۱۹۶۴ زېږدیز کال د چین د سوېل لوېدیځ په چونګ کېنګ سیمه کې زېږېدلې ده. په خپله سیمه کې د ښوونځي تر لوستو وروسته یې د سویل ختیځ د پولتخنیک پوهنتون د هوانوردۍ په برخه کې زده کړې کړې دي. له ۱۹۸۴ څخه تر ۱۹۸۸ کاله پورې یې د قواني متر په نوم له یوې فابریکې سره کار کاوه.
وروسته یې د خبریالې په توګه دنده پیل کړه. همدې دندې د نوموړې د ژوند لوری بدل کړ. وو په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې د شیرونګ نیوز په نوم له یوې ورځپاڼې سره د خبریالې او اېډېترې په توګه دنده کار پيل کړ. دا ورځپانه د چونګ کېنګ د حکومت د رغونې د بیرو تر کنټرول لاندې وه. دې له دې ورځپاڼې سره شپږ کاله د خبریالې په توګه دنده ترسره کړه او مسئولیت یې هم د املاکو پوښښ «کور» کول وو.
د هغې تجربې پر بنسټ چې دې له یادې ورځپاڼې سره د کار پر مهال ترلاسه کړې وه، په ۱۹۹۴ کال کې یې د خپل پخواني خاوند په مرسته د املاکو یوه کمپنۍ جوړه کړه. پر دغه شرکت یې په لومړیو کې ۱۰ میلیونه ینه پانګونه وکړه. د شرکت له تاسیس پوره دری کاله وروسته یعنې په ۱۹۹۷ کال کې یې خپله لومړنۍ پروژه چې د استوګنې کورونه وو وپلورله. دوی د خپلې پروژې متر مربع په ۱۷۵ ډالره وپلورله چې په هغه وخت کې د چین د املاکو د بیې دوه چنده وه.
د وو او خاوند د هڅو په پایله کې یې کمپنۍ ورځ تر بلې پراختیا موندله تر دې چې له برکته یې نن دواړه میلیاردران دي. دوی تر څه مودې کار وروسته د خپلې کمپنۍ چارې پر چونګ کېنګ سربېره د چین ۱۳ نورو سترو ښارونو ته ولېږدولې. نوموړې په ۲۰۱۲ زېږیز کال کې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست. له طلاق وروسته د کمپنۍ ۴۰ سلنه ونډه دې ته ورسېده. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د لانګفار په نوم د دوی له کمپنۍ سره ۱۰۰۰۰ کسان کار کوي او د بنسټ له اېښودو راهیسې یې په چین کې ۱۰۰ د اوستوګنې او سوداګریزې پروژې بشپړې کړې دي.
فوربس وايي چې د وو یاجون پانګه اوسمهال څلور عشاریه نهه میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۷ ام او په چین کې ۴۱ ام ځای لري. د چین په ښځینه میلیاردرانو کې بیا څلورم ځای لري. نوموړې په بیچېنګ کې ژوند کوي.