له بدبین ژوند، خوشبین ژوند ته د مشهور مثبتګرا ۳ تجربې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: هینریک
ژباړه: غازي عابد
په داسې یوه ماحول کې ناسته پاسته نه ده په کار چې منفګرايي په کې عامه وي، خو نن سبا نړۍ همداسې جوړه شوې، خامخا د منفي ګرايي مرض وي.
زه خپله هم یو وخت د منفي ګرايي په ستونزه کې راګیر وم، خو له دې خطرناک ژونده مې د وتلو سفر پيل کړ او هغه دا چې ډیر خوشبین، هیله من به وم او امید مې نه قطعه کاوه. همدې حالت زه ظاهراً او باطنً دواړه په بشپړ ډول بدل کړی یم او داسې احساس کوم چې په یوه ښکلې نړۍ کې اوسم.
بدبین او خوشبین دواړه په یوه حالت کې وي، خو شیانو او ژوند ته کتلو کې سره مختلف وي.
نو راځئ چې زه د خپل ژوند درې بیلګې او د بدبینۍ او خوشبینۍ په زیانونو او ګټو مو خبر کړم:
۱- زه چې کله بدبین او ناهیلی وم، ما به په ډیره خوارۍ ملګري او د لیدو څوک پيدا کول، خو کله چې مې منفي ګرايي پریښوده، ناهیلي مې ایسته ګوزاره کړه او خوشبین ژوند مې غوره کړ، نو بیا ډیر جذاب او ټولنیز شوم، ملګري مې هم ډیر او ژوند مې هم خوشحاله شو. له خوشبینۍ سره مې خپله انرژي او قوت ښه وکارول، هر اړخیز شوم او ځان سره مې د بشپړتیا احساس وکړ.
۲- کله چې د منفي ګرايي په لومو کې ایسار وم او ناامیدي به مې کوله، ما نه شول کولی چې ځانته یوه وړه دنده پیدا کړم، خو کله مې چې مثبت ګرايي پيل کړه او امید به مې درلود، نو اوس زما ډیر خوبونه رښتیا شول، نه یوازې دا چې یو مشهور ویب سایټ مې جوړ کړ، ددې ترڅنګ مې ځانته یو انلاین بیزنیس جوړ کړی، چې دا دی اوس هم په کې مصروف یم او ژوند مې خورا ښکلی مخته ځي.
۳- ناهیلۍ کې به په خپل ځای پروت وم او ډیر حرکت به مې نه کاوه. ذهناً به نارام ووم، هیڅ شی به مې په ښه ډول نه شو ترسره کولی، تر دې چې په شل کلنۍ کې داسې ووم، لکه ډیر عمر چې لرم، رنګ او وجود مې ګډوډ شوي ول، خو کله چې زه خوشبین ژوند ته بدل شوم، وزن مې کم شو، صحت مند یم، ډیر حرکت کوم، نارامي نه لرم او له هغو بدو عادتونو هم خلاص شوم چې له کلونو راهیسې به ترې ځوریدم.
په ټوله کې باید ووایو چې؛ که چیرته موږ تل خفه او ناهیلي اوسو هم ژوند تیریږي او که هیله مند اوسو هم، نو دا چې ناهیلۍ کې لاغرقیږو او څه لاسته نه راځي، بیا څه اړتیا ده. نو په همدې اساس ژوند له ترخو او خوږو ډک دی، تل د خوشبین و مثبت اوسیدو هڅه وکړئ، ځکه چې خوښ شئ، خفګان به دې ورک شي او ناخوالې به دې هم هیرې شي.
((که ناامیده اوسو، نو له نا امیدۍ وروسته څه په لاس درځي؟؟؟ هیڅ! هسې ژوند تیریږي او لا بربادیږئ. هوډ وکړئ او نور د منفي ګرايي او ناهیلۍ له تورو لوخړو رابهر شئ))
یادونه: امیدواري په دې مانا هم نه ده چې تاسې کار ونه کړئ، حرکت ونه کړئ او ووایۍ چې امید لرم هر څه کیږي، بلکې هم امید لره او هم کار و خواري کوه.