د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر او پیلیز توپ وهونکی شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ناقانونه درملو د استعمال د یو کلن بندیز وروسته بیرته خپل رسمي کورنۍ او نړیوال کرکټ ته راستون شو.
ده له راستنیدو سره سم د ناقانونه درملو په استعمال سره د خپلو ټولو هېوادوالو څخه د دویم ځل لپاره بښنه وغوښته.
نوموړي همدا راز د هېواد په ټولو د کرکټ لوبغاړو باندې غږ وکړ، چې د نوموړي په څیر کړنه ترسره نه کړي، ترڅو د ده د برخلیک سره مخ نشي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې دا پیلوونکی لوبغاړی د ناقانونه درملو څخه په استعمال سره د یو کلن بندیز سره مخ شوی و، چې ورسره په دغه موده کې يې بل تاوان د بندیز په موده کې د لوبیدو پرمهال جوړې کړې ټولې منډې یې له حساب څخه وګرځول شوې.
ویکټ کیپر او توپوهونکی شهزاد محمدي د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷ مه نېټه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټاکل شوي بندیز څخه ازاد کړی شو او بیرته د کرکټ لوبو ډګر ته را وګرځید.
نوموړی به د روان ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې خلاف د راتلونکو ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ته راستون شي، چې اوس مهال یې د کرکټ مینه وال راتګ ته شېبې شماري.
د دواړو افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه پیل شي، چې له هغې وروسته به د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شي.