نیوزیلینډ په خپل کوربه توب د پاکستان بدترینه میلمه پالنه وکړه 

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د نیوزیلینډ په کوربه توب د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې میلمه پاکستان یوازې په لوبو کې د ګډون ننداره وکړه.
نیوزیلینډ په خپل کوربه توب د کرکټ په تاریخ کې د پاکستان د ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۸ م کال پیل کې بدترینه میلمستیا وکړه، چې د ۵ سیالیو په ټوله لړۍ کې یې پاکستان ته ماتې ورکړې.
د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په روان ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان خلاف د ۵ مسلسل لوبو خپلول لمړنی کلین سویپ وشمیرل شو، چې دا پرلپسې بریاوې د لوبډلې په په رینکینګ یا درجه بندې پوره اغیز لري.

د پاکستانۍ لوبډلې په وروستیو مسلسل ماتو سره د هغه هېواد د رسنیو، مبصرینو او د کرکټ مینه والو توند غبرګونونه را پاریدلي دي او ان د پخوانیو لوبغاړو د لیري کیدو غوښتنه یې کړې ده.
که څه هم ۲۰۱۸ م کال د افغانستان او نیوزیلینډ د کرکټ لوبډلو لپاره تر اوسه د زیرو ډک کال روان دی، خو د پاکستان کرکټ لپاره تر ټولو بدترینې شېبې دي، ځکه چې په همدې ورځو کې یې ملي لوبډلې د نیوزیلینډ خلاف ۰ د ۵ مقابل کې ماتې وخوړې؛ له بل خوا یې ۱۹ کلنې لوبډلې د افغان لوبډلې څخه د اسیا جام را وروسته په نړیوال جام کې دریمه ماتې په لیست کې شامله شوه او ورسره یې د نابینایانو لوبډلې د هندوستان څخه ماتې وخوړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې جنورۍ میاشتې د ۶ مې نیټې څخه د ۵ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې ده، چې د همدې میاشتې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.