د زیګ زیګلر څو ویناوې چې هر چا ته هڅوونکې دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
هیلری هینټون چې په زیګ زیګلر مشهور دی، یو امریکايي لیکوال، پلورونکی او هڅوونکی ویناوال دی. نوموړی د ۳۳ کتابونو لیکوال دی او ترټولو نامتو او زیات پلورل شوی کتاب یې د (See You At The Top) په نوم دی، چې (۱،۷) میلیونه کاپي یې پلورل شوي دي.
۱. ته د دې لپاره پیدا شوی یې چې ګټونکی شې، خو د ګټونکي کیدو لپاره باید پلان ونیسې، چمتووالی ونیسې او سترګې په لار اوسې ورته.
۲. له هیڅ څه ترسره کولو نه، هیڅ څه هم نه شې زده کولی.
۳. د بریا (د موخې منزل) په لور، هڅونه دې روان ساتي او عادت دې ور رسوي.
۴. په ژوند کې چې هرڅه غواړې ترلاسه به یې کړې، که چیرې له نورو خلکو سره مرسته وکړې چې هغوی هم خپل غوښتونکي شیان ترلاسه کړي.
۵. د هغو شیانو په منځ کې چې ته یې هم خلکو ته ورکولی شې او هم یې له ځانه سره ساتلی شې، هغه ستا خبرې، خندا او ښکلی زړه دی.
۶. په ټولییزه توګه، لوی خلک په خپل ذهن کې یوازې یو شی لري، چې هغه هم (د ماموریت بشپړ احساس) دی.
۷. که خوب یې لیدلی شې، نو لاسته یې هم راوړلی شې.
۸. که په هرڅه کې شوق او علاقه ولرې، پکې بریالی کیدلی شې.
۹. له ځانه دا پوښتنه وکړه: “ایا زما چلند زړه راښکونکی او جذاب دی؟”
۱۰. د ټولو تیروتنو مور د هیڅ کار نه ترسره کول دي، ځکه ته فکر کوې چې د کارونو د ترسره کولو وړتیا نه لرې.
۱۱. شتمن خلک کوچني تلویزیونونه او لوی کتابتونونه لري، خو غریب خلک برعکس، کوچني کتابتونونه او لوی تلویزیونونه لري.
۱۲. ته په دې هیڅ نه پوهیږې، چې کله یوه شیبه او څو رښتیني الفاظ په ژوند باندې څومره اغیز درلودلی شي.
۱۳. ډیری وخت خلک وايي، چې هڅوونه او حمام کول تر مرګ شیبې پورې پای ته نه رسیږي؛ همدا ده چې موږ یې هم هره ورځ وړاندیزوو.
۱۴. د وخت کمښت ستونزه نه ده، بلکې ناسم مسیر غوره کول ستونزه ده. موږ ټول په یوه شپه او ورځ کې ۲۴ ساعته وخت لرو.
۱۵. که ځان ګټونکی نه بولې، نو د ګټونکو په څیر کار هم نه شې کولی.
۱۶. نن ورځ دې داسې تیره کړه چې د یادولو ارزښت ولري.
۱۷. هر انتخاب چې ته کوې، وروستۍ پایله لري.
۱۸. که د زده کړې شوق او علاقه نه لرې، نو هیڅ څوک درسره مرسته نه شي کولی او که چیرې د زده کړې په ټاکلې لاره روان یې، نو هیڅ څوک دې هم مخه نه شي نیولی.
۱۹. بریا د موخې منزل نه دی، بلکې یو سفر دی.
۲۰. د متوازنې بریا بنسټیزې ډبرې رښتینولي، شخصیت، سپیڅلتیا، باور، مینه او وفاداري دي.
۲۱. له خلکو سره مرسته کوه. که یو کس دې ولید چې نه یې خندل، داسې څه کوه چې د خوښۍ سبب یې شي.
۲۲. که چیرې ستا د ژوند معیار اوچتول ستا لومړیتوب اوسي، نو د ژوند کیفیت به دې هیڅکله لوړ نه شي، خو که چیرې ستا د ژوند کیفیت لوړول ستا لومړیتوب اوسي، نو د ژوند معیار به دې هر وخت اوچتیږي.
۲۳. په ژوند کې پیسې ډيرې هم مهمې نه دي، خو د “درلودلو” په تله کې اکسیجن ته نیږدې دي.
۲۴. که د ښو ملګرو موندلو په لټه کې شې، نو له کمښت سره به یې مخ شې او که د ښه ملګري اوسیدو په لټه کې شې، نو په هرځای کې به یې ومومې.
۲۵. د هر شي خرڅلاو له پنځو بنسټیزو خنډونو سره مخ وي: اړتیا نشته، پیسې نشته، خلک تلوار نه کوي، غوښتنه یې نشته او باور نشته.
۲۶. که د موخې منزل ته د رسیدو په مسیر کې له خنډونو سره مخ شوې، نو مسیر دې بدل کړه، نه پریکړه.