د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ميرمنې اعزازي جایزې به سږکال هغه اووه افغان میرمنو ته ډالۍ شي، چې په هدفي وژنو کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د متحده ايالاتو بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دوی به سږکال د “زړورو میرمنو” د اعزاز جایزه په ٢٠٢٠ کال کې په افغانستان کې د هدفي بریدونو په پایله کې وژل شویو اووه تنو افغان مېرمنو ته ډالۍ کوي.
د زړورتیا نړیواله جایزه هرکال د متحده ایالاتو حکومت لخوا هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې په خپل هېواد کې یې د خلکو د ژوند بدلون لپاره ځانونه قربان کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا هم ویلي، چې سږکال د “زړورې میرمنې” جایزه به:
“فاطمه خلیل” چې د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون پخوانۍ غړې، جنراله “شرمیلا فروغ ” د ملي امنيت د جنسيت رياست پخوانۍ رئيسه، “مریم نورزاد ” قابله، فاطمه رجبي، د پوليسو پخوانۍ افسره فرشته،چې د کندهار ولايت د پوليسو د بندخونو څانګه کې دنده ترسره کوله، ملاله میوند، د ښځو د حقوقو مدافع، مدني فعاله او دننګرهار د انعکاس تلويزيون ويانده وه، او همدا راز “فرشته کوهستانی” مدني فعاله.
پورتنيو ميرمنو ته به نوموړي اعزازي جايزه ډالۍ کېږي.
دا جایزې به په رسمي ډول د مارچ په اتمه د متحده ایالاتو د لومړۍ مېرمنې “جیل بایډن” لخوا په واشنګټن کې د ښځو نړۍوالي ورځې په مراسمو کې اعلان شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغه پریکړې هرکلی کړى دى.
د افغانستان د اووه مېرمنو سربیره ،۱۴ نورې میرمنې به هم چې د ایران، ترکیې، بیلاروس، میانمار، کامرون، چین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، ګواتیمالا، نیپال، سومالیا، هسپانیه، سریلانکا او وینزویلا اوسيدونکي دي دغه اعزازي جايزه ترلاسه کړي.
د امرېکا د بهرنیو چارو وزارت وايې، د کورونا ناروغۍ له امله به سږکال د ښځو د نړۍوالې ورځې مراسم په مجازې توګه ترسره کوي.
په مدني فعالانو، ژورنالیستانو، دیني عالمانو او سیاسي فعالانو وژونکي بریدونه په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د پام وړ ډېر شوي دي، ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د قطر مذاکراتو د پیل راهیسې په افغانستان کې ١٤ خبریالان او د مدني ټولنو فعالین په نښه شوي، چې دوی ټول وژل شوي دي.
د اعزاز ګټونکو پيژاند ليکونه
۱ “فاطمه خليل”
فاطمه خليل د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ويانده، چې تيرکال د مقناطسي بم په چاودنه کې هغه مهال کابل کې ووژل شوه، چې د خپل کار ځای پر لور روانه وه.
۲، “شرمیلا فروغ”
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د جنسيت څانګې مشره، جنرال شرمیلا فروغ لوړ پوړې افسره وه، چې دمخه یې د انسان تښتونې د مخنیوي د څانګې مشرې او د جرمي شبکو پروړاندې خفیه کارکونکي په توګه دنده درلوده، جنراله فروغ په ٢٠٢٠ کال د مارچ میاشت کابل کې په خپل موټر کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شوه.
۳، “مریم نورزاد”
مریم نورزاد، یوه قابله وه. چې دمخه د وردګو او بامیانو ولايتونو لېرې پرتو سیمو کې د بې سرحده ډاکټرانو موسسه کې دنده ترسره کوله. په دولسم د مۍ، ٢٠٢٠ دریو وسله والو کسانو د کابل په لویدیځ کې د زیږنتون پر ودانۍ برید وکړ، خو مریم د هغې ناروغ له پرېښودو ډډه وکړله، چې پايله کې مریم، د هغې تر نظر لاندي ناروغه او نوي زیږیدلي ماشوم دواړه ووژل شول.
۴، “فاطمیه رجبي”
د غزني ولایت د پولیسو ٢٣ کلنه افسره، فاطمه رجبي چې اصلا” قابله او دا وروستی يو کال يې ملي پوليسو ته دنده ترسره کوله. د نیشه یي توکو په وړاندې د مبارزې غړیتوب يې درلود. په ٢٠٢٠ کال کې د جولای په شلم، په جاغوريو ولسوالۍ کې خپل کلي ته په ملکي بس کې روانه وه، چې بس په لار کې د طالبانو د لوري درول کېږي. او شېبه ورسته د فاطمه مړۍ په داسي حال کې موندل کېږي، چې د وهلو او ټکولو پريمانه نښې پر وجود کې لیدل کېږي.
۵، “فرشته “
٣٥ کلنه فرشته د امير محمد لور وه، د کندهار په محبس کې د پوليسې په توګه د ښځو په څانګه کې دنده تر سره کوله. په ٢٥ د اکتوبر د کار څخه کور ته په لاره وه، چې د يو ناپيژانده وسله وال لخوا ووژل شوه.
۶، ملاله “میوند “
ملاله ميوند په ۲۰۲۰ کې لسم د دسمبر په داسي حال کې چې، د کوره د خپل کار ځای يعني انعکاس تلويزيون پر لوري روانه وه؛ د خپل موټر چلونکي سره يو ځای د وسله والو لخوا پر نښه او ووژل شوه.
د امريکا متحده ايالاتو بهرنيو چارو وزارت وايې، چې ملاله میوند لمړی د دغه کورنۍ غړې نه وه، چې پر نښه کيدله. د ملالې مور هم چې يوه مدني فعاله وه پنځه کاله مخکې د وسله والو لخوا په نښه او شهیده شوې وه.
۷، “فرشته کوهستانۍ “
۲۹ کلنه فرشته کوهستانۍ، د ښځو د حقونو او دیموکراسۍ لپاره مدني فعاله وه، چې ٢٠٢٠ کال د دسمبر په ٢٤ د کاپیسا په ولایت کې د هغې کور ته نږدې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شوه. کوهستانۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ لپاره د منظم پروګرامونو له مخې کار کولو او ټولنیزې رسنۍ یې د پیغام رسولو لپاره کارولي.