رنګین تجريدي ډیزاین

روغتیا ته د ککړې هوا له امله شپږ اوښتوکي زیانونه

  • ژباړه او زیاتونه: عزت الله پېژاند

یو شمېر د نظر خاوندان په دې اند دي چې د یوویشتمې پېړۍ وګړي د پاکې هوا د نه لرلو له امله بدبخته ګڼل کېدای شي. ځکه دوی وايي چې د ککړې هوا تنفسول نه یوازي ستونزمن وي، بلکې خطرناک هم وي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هوا یې ککړه ده، او دا ستونزه په پلازمېنه کابل کې چې د شاوخوا شپږ میلیونو وګړو یو کوربه ولایت دی، څو برابره ډېره ده، چې د ژمې په موسم کې دا ستوزه نوره هم زیاتېږي. ځکه په یاد موسم کې ددغه ښار ډېری اوسېدونکي د خپلو کورونو د تودولو لپاره له لرګیو، د ډبرو سکرو، او یو ګڼ شمېر نورو نامعیاري سون توکو څخه ګټه اخلي. په دغه ولایت کې د ګڼو موټرونو شتون چې اکثره یې دویم لاس، زاړه او آن استهلاک شوي وي، یاده ستوزه نوره هم پراخه کړې ده. د یو شمېر باوري سرچینو شمېرنې ښيي چې په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل کې ککړه هوا ددغه ښار اوسېدونکو ته تر ترهکرۍ لوی او جدي ګواښ دی.
دا چې ککړه هوا د انسانانو پر ژوند کوم ډول اغېزې لرلای شي، په دغه لنډه لیکنه کې یې لوستلای شئ:
د هډوکو کمزوري:
د هوا ککړتیا پر پاراتاریویډ غده چې په بدن کې د کلسیم کچه تنظیموي، ناوړه اغېز کوي. څرګنده ده چې د انسان د بدن هډوکي د کلسیم د ټیټې کچې له امله کمزوري کېږي او په آسانۍ سره ماتېږي. که تاسو د کابل په څېر د ککړې هوا په یو ښار کې ژوند کوئ نو غوره به وي چې په خپل بدن کې د کلسیمو د کچې د مالومولو لپاره ټاکلي روغتیايي مرکز ته ولاړ شئ او یا د پښو یا لاسونو د درد په صورت کې د هډکو له ډاکټر سره وګورئ.

د پوستکي ستونزې:
ککړه هوا ستاسو د بدن د پوستکي د وړو – وړو سوریو د بندیدو لامل ګرځيدای شي چې په پایله کې یې پر جلد یا پوستکي دانې راپورته کېږي. د هوا ځیني خیرې آن تر دې هم خطرناکې کېدای شي او د پوستکي د حساسیتونو، د پوستکي د شوړېدنې او آن د پوستکي د سرطان لامل ګرځي. نو که تاسو او یا ستاسو د کورنۍ نور غړي، په ځانګړې توګه ماشومان او زاړه کسان له دا ډول او داسي نورو ناروغیو سره مخ کېږي، غوره به وي چې یو ځل د پوستکي له کارپوه (متخصص) ډاکټر سره وګورئ.
د سترګو مکروبونه:
ستاسو سترګې چې ستاسو د بدن یوه حساسه او ډېره مهمه برخه ده هم له ککړې هوا سره په تماس کې کېږي او ډېر ژر د ناپاکې هوا تر برید لاندي راتلای شي، چې د سترګو سوروالی، وچوالی، د اوښوکو د سوریو بندوالی (د پوزې خواته د سترګو په دوو کونجونو کې د خیرو راټولیدل)، او د سترګو سخت حساسیت ستاسو د سترګو د ناروغیو او اغېزمنتوب نښې کېدای شي.
تنفسي ستونزې:
تنفسي ناروغۍ د ککړې هوا له امله یوه تر ټولو عامه رامنځته کېدونکې ناروغي ده. کله چې تاسو ککړه هوا تنفس او د پوزي یا خولې له لارې یې ځانته کش کړئ نو له امله یې ستاسو بدن ته د هوا د ننوتلو درسته لاره (له پوزي تر سږو) اغېزمنه کېدای شي چې په پایله کې یې تاسو ته پرینجی، ریزش، ټوخی، نفستګي، د سینې بندښت، سالنډي او یو شمېر د سږو ناروغۍ پیدا کېږي. تاسو ته لارښودنه کېږي چې له پورتنیو ناروغیو څخه په هره یوه د اخته کېدو په صورت کې د ستونې او پوزې د یو کارپوه ډاکټر مشوره ترلاسه کړئ.
دماغي ناروغۍ:
آیا فکر کوئ چې ستاسو د سر جمجمه دومره سخته ده چې کولای شي ستاسو ماغزه او دماغ د ککړې هوا له زیانه خوندي وساتي؟ له بده مرغه نه، ځکه ستاسو مغزو ته هغه وینه ځي چې د ناپاکې هوا له امله ککړه شوې وي. چې داسي ده نو ستاسو دماغ څنګه خوندي پاته کېدای شي؟ هغه کسان چې د ډېر وخت لپاره په ککړه هوا کې ژوند کوي د ګنګستوب، سردردۍ، دماغي غبار (د ذهني تمرکز کموالی، ذهني پڅوالی، سرګیچي)، او د فکري تمرکز د نشتوالي په شان ستوزو او ناروغیو سره مخ کېدای شي. وروستۍ څېړنې دا هم ښيي چې د انسان د حافظې د پاکېدو (الزایمر) د ناروغۍ یو لامل ککړه هوا هم کېدای شي.
د زړه ناروغۍ:
د زړه د ناروغیو یو څرګند لامل ککړه هوا ده، ځکه ددغه ډول هوا له امله ککړه شوې وینه نېغه زړه ته ځي او د زړه د رګونو او والونو د تنګوالي او آن بندښت لامل کېږي چې په پایله کې پر انسانانو د زړه حمله راځي.
حل لاره:
له پورتنیو عمده خطرناکو ناروغیو څخه چې یو شمېر یې وژونکي هم دي، د خلاصوالي لپاره موږ ټول باید په یوځايي توګه او یوازي ځان هر هغه کار وکړو چې د هوا له پاکوالي سره مرسته کوي. نو:
راځئ چې د خپل کور او ښار د خځلو له تنظیم او نیالګیو له ایښودلو څخه یې پیل کړو.