داسې ښکاري چې د بلخ د لرې کړی شوي والي عطا محمد نور له دوه میاشتنۍ بغاوت او حکومت ته د پرلپسې بدوردو ویلو او په وړاندې یې د هیڅ اقدام نه شتون ګڼ نور سیمه ایز چارواکي هم په ورته توګه د بغاوت اعلان ته هڅولي دي.
په دې لړ کې د سمنګان لرې کړی شوي والي عبدالکریم خدام نن دده په اړه د ارګ پریکړه رد او ویې ویل چې د والي په توګه به کار ته دوام ورکړي.
خدام چې ترکمن ټبری او د افغانستان د اسلامي جمیعت غړی دی نن په سمنګان کې خبریالانو ته وویل، دده د لرې کیدو په اړه د ولسمشر اشرف غني فرمان نه مني او خپل کار ته به تر هغې دوام ورکړي، څو چې دده په وینا په اړه یې د جمعیت ګوند مشرتابه او د ترکمن قوم مشرانو پریکړه نه وي کړي.
د سمنګان د والي تر بغاوت مخکې ددې ولایت مرستیال والي ضیا الدین ضیا چې څه موده مخکې مرکزي حکومت له دندې لرې کړی، د لرې کیدو پریکړه نه ده منلې او خپل کار ته دوام ورکوي.
تر دې یوه ورځ مخکې عطا محمد نور په مزار شریف کې د ترکمن ټبرو یوې غونډې ته په وینا کې یوځل بیا ارګ میشتي چارواکي فاسد وبلل او ګواښ یې وکړل چې په میلوني حرکت به نظام او هر څه ګډوډ کړي.او ارګ میشتي چارواکي به له ارګ د باندې وباسي
یوازې شمال ولایتونه نه دي چې چارواکي یې د مرکزي حکومت فرمانونه ردوي د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق هم څه موده مخکې خبرداری ورکړی که مرکزي حکومت یې د لرې کیدو پریکړه وکړي وبه یې نه مني.
ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د لوګر، لغمان، میدان وردګو او سمنګان په شمول د څو ولایتونو د والیانو د بدلیدو او یا لرې کیدو فرمان ورکړی دی. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې نور والیان د ارګ ددې پریکړې په اړه څه وايي، خو د سمنګان والي وايي، د عطا محمد نور په څیر به خپل کار ته دوام ورکړي.
جمیعت اسلامي ګوند چې د اجرایه ریس عبدالله په مشرۍ یې د افغانستان د حکومت نیمه برخه څوکۍ په واک کې دي، یو شمیر مشران یې وايي، دوی نورې غوښتنې هم لري چې باید ولسمشر غني یې ومني.
د سیاسي چارو ګڼ کارپوهان په دې باور دی چې ولسمشر غني باید د جمیعت له ګوند سره د واک د ویش مسله تصفیه او یو طرفه کړي او د بلخ لرې کړی شوی باغي والي عطا محمد نور سره باید په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي.
افغان ورځپاڼه لیکونکي اباسین بریال پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي :
” ادعا پای ته رسېدلې، د ثبوت وخت دی، که موږ پوځ، ولس او حکومت لرو د خدام په پښو او د عطا په غاړه کې باید هتکړۍ ولوېږي.
ډېر خلک غواړي له خرځېلۍ یې وخوري خو چې ددوی اقتدار څومره دوام کوي د حکومت او دولت حیثیت له زوال سره مخ کېږي.
که ولس د ولایتونو په کچه راپاڅېدلی نشي نور له سیستم او قانون سره مخه ښه وکړئ او ومنئ چې موږ له یو مافیایي بانډ سره یرغمل یو او ښه پکې خوشاله یو.“
تر اوسه پورې مرکزي حکومت د خدام د بغاوت په اړه څه نه دي ویلي. او نه یې ده روښانه کړې که نور والیان هم همداسې بغاوت وکړي دوی یې په وړاندې څه اقدامات کولی شي.