لیکنه: کریج امپلمن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
د باسکټبال د ټیم مشهور روزونکی او مشر جان وډین (John Wooden) د یوه روزونکي په توګه د ښوونکي په اړه داسې وايي: «ښوونکی باید په دوامداره توګه د داسې لارو په لټه کې اوسي، چې وکولای شي د ده سره د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي او له خپلو زده کوونکو سره هم په دغه برخه کې خپله پوره هڅه وکړي. ښوونکی باید په خپل ژوند کې د هرچا نظریو او هر هغه بل څه چې ده ته ګټور تمامیدلی شي، ښه راغلاست ووايي. همدارنګه، ښوونکی باید دا خبره په یاد ولري، چې نور انسانان هم ماغزه لري»
دلته یاد نامتو روزونکي ځینې داسې ځانګړنې یادې کړي، چې کولای شي یو اغیزناک ښوونکی تعریف کړي:
۱- د خپل د مضمون په اړه پوهه
دغه نامتو روزونکي د باسکټبال لوبه له خپلې تجربې او له خپلو با تجربه روزونکو څخه زده کړه. د کالج په دوره کې یې د یوه لوبغاړي په توګه خپل ځینې با تجربه روزونکي د دې په پار وپوښتل، چې د باسکټبال لوبې په اړه په ځینو مهارتونو او تجربو ځان پوه کړي. د ښوونځي په دوره کې یې د یوه روزنکي په توګه د باسکټبال په ځينو تمریناتي لوبو کې ګډون وکړ او د وخت تنظیمول یې زده کړل. وروسته له هرې لوبې، به ده د باسکټبال تکړه او با تجربه روزونکو ته د هماغې لوبې په اړه د یوه مشخص سرلیک لاندې نظر پوښتنې لیږلې د دې په پار چې څیړنه وکړي او ځان پوه کړي. د روزنیز کورس تر پایه پورې یې د باسکټبال لوبې اړوند هر سیمینار او ورکشاپ کې ونډه اخیسته او له یوه پرانیستي ذهن سره به یې تل غوښتل چې یو څه زده او د خپلو تجربو په لیست کې یې اضافه کړي. همدا و چې په خپله رشته کې یې په منظمه توګه ډیرڅه زده کړل او اوسمهال د باسکټبال د لوبې یو نامتو، منلی او بریالی روزونکی دی.
۲- د عمومي مالوماتو درلودل
“د پوهې په لاسته راوړلو کې داسې اوسه لکه ټول عمر چې ژوندی یې او داسې ژوند وکړه لکه سبا چې مرې.”
جان وډین (John Wooden) د اروا پوهنې په برخه کې هم ګڼ شمیر لنډ مهالي او اوږد مهالي کورسونه ولوستل د دې په پار چې ګوندې له ده سره به په راتلونکي کې د یوه ښه ښوونکي په توګه مرسته وکړای شي. نوموړی د ګڼ شمیر نورو مطالبو د لوستلو تږی هم و. تر څنګ یې زیات شمیر کتابونه ولوستل، له هغې جملې څخه (Mother Teresa او Abraham Lincoln) و. دې لوستنې له ده سره مرسته وکړه، څو د خپل ژوند هغه فلسفه پر اصولو برابره کړي، چې له خپلو زده کوونکو سره به یې شریکوله.
۳- د ښوونې مهارتونه لرل
“په څپیړه او یاهم په لغته وهلو پرځای، ته کولی شې چې په خپلو زده کوونکو کې د هغوی د نظریاتو په اوریدلو او یاهم په شا ټپولو (د شاباسي) په توګه اصلاح راولې.”
جان وډین په بشپړه توګه په دې باور و، چې یو ښه ښوونکی کولی شي تل یې له خپلو زده کوونکو زده کړي او ترې د ښوونې نوي نوي مهارتونه رامنځته کړي.
۴- مسلکي چلند
په کاري فضا کې خامخا شخړې وي، نو په دغو ځایونو کې د پرانیستي ذهن، ارامه اوسیدو او د منطقي دلایلو وړاندې کول د رښتینو مسلکي کسانو نښې دي. غوره ده چې چلند یې خورا مسلکي اوسي.
۵- نظم (دیسپلین)
“ته نه شې کولی چې هم مخالف واوسې او هم مثبت اغیز ولرې. ته هغه وخت مخالف اوسیدلی شې، چې د احساساتو له مخې نظم (ډیسپلین) رامنځ ته کړې.”
د زده کړې په هرې فضا کې نظم (ډیسپلین) ته اړتیا ده، نو د یادولو وړ ده چې د نظم (ډیسپلین) موخه تدریس ده، نه سزا یا رټنه. باید د نظم و دیسپلین پلوه اوسئ.
۶- درس ورکولو ته چمتووالی نیول
“خواري او یو ښه درسي پلان له بل شي سره نه شي عوض کیدلی.”
دغه نامتو او منلي روزونکي به هره ورځ د دوه ساعته درس لپاره دوه نیم ساعته تمرین کاوه او درسي پلان به یې جوړولو، ترڅو ځان ښه چمتو کړي.
۷- د ښوونځي او ټولنې اړیکې
“په ژوند کې د خوښۍ شیبې هله پیل شي، چې کله بل څوک خوشال کړې.”
جان وډین (John Wooden) به د ښوونځي او ټولنې په کارونو کې خورا زیات لیوال رضاکار و، چې دغه کار ته به یې د خپل د مسوولیت په سترګه کتل او له نورو خلکو سره د مرستې نه به یې خورا زیات خوند اخیستلو. باید هر یو په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډونوال اوسئ.
۸- د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ اړیکې
“زموږ ځوانان له نیوکو څخه زیات بیلګو ته اړتیا لري.”
که چیرې ښوونکي (روزونکي) ښه مثالونه وړاندې کړي، د دلایلو په وړاندې کولو سره تدریس وکړي (نه په نیوکو سره) او د زده کوونکو نظریو ته په سمه توګه غوږ شي، نو په دې صورت کې کولی شي چې له خپلو زده کوونکو سره حاصل ورکوونکې اړیکې ولري.
۹- د نورو لپاره له مینې ډک شخصیت او ښه توجه لرل
د دې پر ځای چې له خپلو زده کوونکو څخه مینه او یاهم بل څه وغواړې، نو هڅه وکړه چې له هغوی سره مینه وکړې، څو له تا ډير څه ترلاسه کړي. ښه ده چې د یوه ملګري په توګه ورسره چلند وکړې.
۱۰- پرمختګ غوښتونکی
ان که چیرې خلک تا د یوه بریالي ښوونکي په توګه هم وپیژني، خو بیاهم د پرمختګ پر لور همیشنۍ هڅه د یوه رښتیني او ښه ښوونکي نښه ده. یو ښه ښوونکی باید د ژوند شاګرد واوسي.