یونسیف: اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي.

د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي.

د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي او دغه راز د افغان ماشومانو ملاتړ دی.

د یادونې ده چې پرون د افغانستان لپاره د یونسیف تازه ګومارل شوي استازي د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له کړاونو څخه د هغوی د ایستلو کلکه ژمنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې پوهنې وزارت وایي چې ډېر ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.

د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په برخه کې جدي دی او ټول زده کوونکي به په یو ډول له تعلیمي نصاب څخه برخمن شي.

ریان زیاته کړې ده چې دا وزارت د تعلیمي نصاب د بدلون هیڅ ډول پلان نه لري خو په راتلونکو کلونو کې به پر دې موضوع باندې کار وکړي.

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي او دې چارې ټول افغانان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي