سنرایزر حیدراباد: د وارنر لرې کیدل او د ویلیمسن موثریت

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په خپله رسمي فیسبوک ویلي، د آی پي اېل د پاتې لوبو لپاره د ډېوېډ ورانر پر ځای نیوزیلېنډی لوبډلمشر کین ویلیمسن د حیدراباد لوبډلمشر شو.

دې لوبډلې ویلي چې دا په دې مانا نه ده چې وارنر وړ نه دی، بلکې وارنر به له ویلیمسن سره په تجربو، توپوهنې او ډګر ساتنه کې لا هم ملتیا کوي او د لوبډلې لپاره لوبې مخته وړي.

وارنر هغه لوبډلمشر و، چې په تېرو دولسو کلونو کې په آی پي اېل کې یو له غوره توپوهونکو او باتدبیره لوبډلمشرانو څخه و او دغه وارنر په ۲۰۱۶ کې حیدراباد لوبډله په اتلولۍ هم نازولې وه.

خو ځېنې وخت یوه لوبډله کې لوبغاړي ښه کارکرده ګي ونشي کړای او لوبډله هم مکلفه ده، چې یا رهبرۍ او یا هم د لوبغاړو په اخیستلو کې بدلون راولي.

د ډېوېډ وارنر د لېرې کېدو علت

د حیدراباد لوبډله په توپ وهنه کې له پخوا ستونزې لري او له ټاپ ارډر توپوهونکو پرته یې نورو لوبغاړو توپوهنه ښه نه ده کړې.

د مېډل ارډر پیاوړو توپوهونکو نشتون او د فېنېشر د نشتون ستونزه یې پر ځای ده؛ لوی علت همدا دي، چې دوی منځني چټک توپوهونکي یا هیټران نه لري او لوبې بایلي.

کله چې هم په منځنۍ برخه کې د دې لوبډلې لپاره جېسن هولډر، محمدنبي یا هم ویجی شنکر چلیدلی دی، نو بیا د توپوهنې په مرسته لوبې ګټلي دي؛ خو چې دا لوبغاړي په کمو منډو وسوځېږي، نو اسانه لوبې یې هم بایللي دي.

بل پلو د اوپننګ خبره ده، که د حیدراباد اوپننګ ښه مخته لاړ شي، نو بیا ښه هدفونه چیس کوي او یا هم لوی هدفونه اېښودلی شي؛ خو که اوپننګ یې ناکام شي، بیا نو ټوله لوبډله په توپوهنه کې له ستونزو سره مخ وي.

دا چې سږ کال د ډېوېډوارنر په لوبډلمشرۍ کې حیدراباد په شپږ لوبو کې ۵ بایللي؛ نو لوبډله د نومرو په جدول کې وروستۍ ده.

د لوبډلې مالکانو او روزونکو هم مشوره وکړه، چې لوبډلمشر بدل کړي او پر ځای یې کېن ویلیمسن وټاکي.

خپله وارنر هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې حیدراباد پنځمه ماته د ده له امله وخوړه، ځکه توپوهنه یې سلو یا کراره وه او په ۵۵ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې.

د کین ویلیمسن مؤثریت

کین ویلیمسن په توپوهنه کې هم نن سبا له وارنر څخه غوره دی او توپوهنه یې تخنیکي، با تدبیره او باثباته ده.

کین ویلیمسن په هر ډول حالت یا سېچوېشن کې لوبه کولای شي، مثلا که د کرارې یا څوکه توپوهنې اړتیا وي، بیا نو کین ویلیمسن دې برخه کې بیخي بې جوړې لوبغاړی دی.

که د مناسبې لوبې اړتیا وي، چې نه ډېره تېزه وي او نه هم ډېره کراره هم په سټراتیژیک ډول مخته تللی شي.

او که د تېزې لوبې اړتیا وي، نو تېزه لوبه هم کولای شي، چې ښه بیلګه یې د ډیلي پر وړاندې لوبه کې وه.

همدارنګه له هغې راوروته یې په شپږمه لوبه کې هم چټکې ۲۶ منډې وکړې.

بل دی د نیوزیلېنډ لپاره په لوبډلمشر کې د نیوزیلېنډ لوبډلې په تاریخ کې ښه تمام شوی دی.

۲۰۱۶ شل اوریزجام کې یې لوبډله ښه روانه وه؛ خو په نیمه پایلوبه کې د ویسټ انډیز لخوا په سوپر اوور کې بهر شوه.

له ۲۰۱۸ راهیسې نوموړی د نیوزیلیېنډ لوبډلې لپاره د توپوهنې او لوبډلمشرۍ برخه کې د ملا د تیر حیثیت غوره کړی دی.

لوبډله یې په شل اوریزو لوبو کې تر لومړۍ درجې تېرو دوو کلونو کې رسولې وه، خپله په ټیسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې په پنځو غوره توپوهونکو کې حساب دی.

۲۰۱۹ کې یې لوبډله داسې رهبري کړه، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه.

د انګلستان پر وړاندې یې نړیوال جام د سوپر اوور د بونډریانو له امله بایلود.

خپله یو مدبر، ځیرک او با اخلاقه لوبغاړی دی؛ نو کولای شي، چې حیدراباد ته هم ښه مرال ورکړي.

د حیدراباد د مخکې تګ چانس

د یاران ډېری لوستونکو له ما وپوښتل چې حیدراباد د مخکې تګ چانس لري او کنه؟

ځېنو ویل چې اوس اوبه له ورخه تېرې دي، چې اوس یې ویلیمسن لوبډلمشر کړ؛ نو فایده نه کوي.

ځواب دا دی، چې حیدراباد اوس هم د مخکې تګ چانس لري.

ځکه په آی پي اېل کې هره لوبډله ۱۴ لوبې لري او په ۱۴ لوبو کې د ۷ لوبو ګټل لوبډله کولای شي، پلی اف پړاو ته داخله کړي.

د حیدراباد لوبډلې لا هم اته لوبې پاتې دي، که دې اته لوبو کې شپږ نورې وګټي، نو یاده لوبډله دویم پړاو ته تللی شي.

خو که یوه بله لوبډله داسې وي، چې له دې لوبډلې سره یې نومرې مساوي، مطلب مې دا دی، چې ۱۴ او ۱۴ شي، بیا نو پرېکړه په نېټ رن رېټ هم کېږي.

کومه لوبډله چې ښه نېټ رن رېټ ولري؛ خو دویم پړاو ته داخلېدای شي.

نېټ رن رېټ هغه وخت مثبت او غوره کېدای شي، کله چې یوه لوبډله لوبې په ښه ډول یا په لوړ مرجېن یا لوی توپیر وګټي.

نو که حیدراباد لوبډله راروانې ټولې اته لوبې وګټي، نو دویم پړاو ته حتمي ځي.

که پاتې اته لوبو کې ۶ وګټي، پنجاب هم اووه لوبې وګټي، راجستان او کلکته هم نومرو کې سره مساوي شي، بیا نو نېټ رن رېټ باندې پرېکړه کېږي.

لومړی خو د ټولو لوبډلو نومرې نشي مساوي کېدای، ځکه دوه لوبډلې چې سره مخ کېږي، یوه یې ګټي او بله یې بایلي، نو بایلونکې لوبډله لوېږي او ګټونکې لوبډله مخته ځي.

خو بیا هم که احیاَ نومرې مساوي شي، بیا نو د نېټ رن رېټ په تراوز تلل کېږي او دویم پړاو ته یې وزن تول یا تلل کېږي.

حیدراباد لوبډله اوس هم چانس لري؛ خو په سلو کې یې ۶۰ سلنه موقع بایللې ده.

 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ