رویټرز اژانس په یو راپور کې ویلي، چې یونان له ترکیې سره خپله ۴۰ کیلومتره اوږده پوله تړلې ده.
یوناني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دوی پر دغه پوله دېوال وهلی او ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به هیڅ غیر قانوني کډوال ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي.
یاد چارواکي څرګنده کړې، دوی له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب ورماتېدو ته اندېښمن دي او د همدې تشویشونو پر بنسټ یې خپلو پوله ساتو ځواکونو ته هم د تیارسی امر کړی دی.
یونان له ترکیې سره د خپلې پولې د تړل کېدو خبر وروسته تر هغه ورکوي چې پرون د ترکیې ولسمشر پر اروپایي هېوادونو غږ وکړ چې د بشري خواخوږي له مخې دې دغه هېواد ته د ورغلیو کډوالو په منلو کې ورسره مرسته وکړي.
اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.
د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې.
اردوغان ویلي، چې که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته.
نوموړي ویلي، ترکیه چې له ایران سره په سرحدونو کې یې کلک تدابیر نیولي له تهران سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو په حال کې ده.