ګوتریش پوتین ته: د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وروسته تر هغه چې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې یې نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ وبلل، پر خپل ټویټر یې د اوکراین کړکېچ ته په اشارې له پوتین څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ځواکونه بېرته روسیې ته ستانه کړي.

ګوتریش پوتین ته په خطاب کې ویلي چې د انسانیت په خاطر خپل ځواکونه بېرته ستانه کړه.

هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین شخړه باید همدا اوس پای ته ورسېږي ځکه چې د ده په خبره، دا به یوازې اوکراین نه بلکې ټوله سیمه او نړۍ له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ پر پراختیا دی.

تازه ځينې نړیوالې رسنۍ وایي چې روسیې په اوکراین کې پر ځینو برخو هوایي بریدونه کړي دي.

بلخوا اوکراین بیا د یوې روسي الوتکې د غورځولو ادعا کړې ده.

ځینې خبریالان وایي، پوتین له اوکرایني پوځ غوښتي چې خپلې وسلې وغورځوي او کورونو ته لاړ شي.

ورسره جوخت په نړیواله کچه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ټکر اندېښنې هم پراخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر روسیه او اوکراین بحث روان کړی دی او بایډن بیا د جي اووه هېوادونو د غونډې پر جوړېدو ټینګار کړی او وایي باید ژر د پوتین په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

پوتین بیا د تل په څېر خپل ورځني رسمي کارونه پيل کړي او ټاکل شوې چې نن د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیده کاته ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي