په شمالي کوریا کې د خوړو له کمېدو سره همماله ددغه هېواد رهبر خلکو ته خبرداری ورکړی چې خواړه دې لږ مصرفوي.
نوموړي ویلي تر هغه چې په ۲۰۲۵ز کال کې له چین سره خپله پوله پرانیزي تر هغې پورې دې کوریايي وګړي خواړه کم خوري او له هر څه سره دې پام کوي.
د کیم جونګ اون په وینا که خلک وضعیت کنټرول نه کړي نو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
شمالي کوریا په چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلې دي.
دوی ټینګار کوي چې د کرونا ویروس تر بشپړ ختمېدو به یې پولې تړلې وي چې په دې سره به د خوړو او خوراکي توکو صادرات په ټپه ولاړ وي.