که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې داسې ډېر ځوان خلک هم شته، چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ دي او ژر یې هر څه له یاده وځي، دا چې د دې ستونزې لاملونه څه او څه باید وکړو چې په دې ستونزه اخته نه شو او له دې ستونزې څخه و ژغورل شو؟ دلته یې راسره ولولئ.

ډېری هغه کسان تل د حافظې له کمزورتیا سره مخ دي، چې عمر یې زیات وي، خو د دې تر څنګ د کم عمر لرونکي کسان هم د حافظې له کمزورتیا سره مخ دي.

ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې کله کوم څه چېرې کېږدي، وروسته یې بیا په یاد نه وي چې چېرې یې ایښي.

یا هم کله چې کومه خبره ورته وکړې، بیا یې وروسته هغه خبره هېره وي.

دا چې د کم عمر لرونکي کسان ولې له دا ډول ستونزې سره مخ کېږي، لاملونه یې دلته ولولئ:

۱ـ بې خوبي:
د حافظې د کمزروتیا له مهمو لاملونو څخه یو هم بې خوبي ده، د خوب کموالی پر حافظې په مستقیم ډول اغېز کوي.

کله چې ویده شئ، د خوب په حالت کې مغز ستاسې ټولې خاطرې اوږد مهاله حافظې ته انتقالوي.

له بلې خوا د شپې د خوب په وخت کې د وجود لمفاوی سیستم فعالېږي او له وجود څخه زهرې مواد دباندې کوي.

له بلې خوا خوب پر ژور خپګان او اضطراب هم ‌ډېرې اغېزې لري، د څېړنو پر اساس دا ثابته شوې ده، هغه کسان چې په شپه او ورځ کې له شپږو ساعتونو څخه کم او له اتو ساعتونو څخه زیات خوب کوي، ډېر پر ژور خپګان اخته کېږي.

د دې له پاره چې حافظه مو کمزورې نه شي، اړینه ده، چې په پوره اندازه ویده شئ.

۲ـ استرس او اضطراب هم د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي:

کله چې یو کس د یوې موضوع په اړه ډېر تشویش وکړي او پر ځان دېر فشار راوړي، دا د دې لامل کېږي، چې حافظه یې کمزوري شي.

ځینې کسان په هر موضوع کې پر ځان ډېر فشار راوړي، چې د دې فشار له امله یې پر مغز هم فشار راځي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یې کېږي.

خينې وختونه دا استرس د ژور خپګان لامل هم کېږي.

چې دې حالت کې د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، کله چې یو انسان پر ژور خپګان باندې اخته شي، په دې حالت کې یې مغز کمزوری کېږي، چې په پایله کې یې هر څه ژر ژر له یاده وځي.

۳ـ د ځینې درملو کارول:
د ځینې درملو کارونه هم د دې لامل کېږي، چې ستاسې حافظه کمزورې شي او د حافظې له کمزورتیا سره مخ شئ.
هغه درمل چې د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، عبارت دي له:
۱ـ د خوب درمل
۲ـ د حساسیت ضد درمل یا هستامین
۳ـ د اضطراب ضد درمل
۴ـ د ژور خپګان ضد درمل
۵ـ د کلسترولو د کنترول درمل
۶ـ د شکرې د ناروغۍ درمل
دا هغه درمل دي، چې د حافظې پر قدرت اغېز لري او کارونه یې د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي.

۴ـ ځینې مکروبونه او ویروسونه هم د حافظې د کمزورتیا لامل کېږی:
د HIV او سل یا توبرکلوز ویروسونه د دې لامل کېږي، چې پرې اخته کس د حافظې له کمزورتیا سره مخ شي.

توموري او مغزي عفونتونه هم د دې لامل کېږي، چې حافظه کمزورې کړي.

همدارنګه پر سر ضربه هم د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي.

۵ـ د ویټامینونو او خوراکي موادو کموالی:
د انسان په وجود کې د ویټامین B12 کموالی د ګنګسوالي او حافظې د کمزورتیا لامل کېږي او حتي د عقل د کمزورتیا لامل کېږي.
هرانسان باید د ورځې ۲.۴ میلي ګرامه ویټامین B12 مصرف کړي.

۶ـ د الکولو کارونه د سګرټو او نورو نشه یي توکو کارونه هم د دې لامل کېږي، چې حافظه کمزورې شي. سربېره پر دې د قهوې ډېره کارونه هم د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي. دا او دې ته ورته نور ځینې لاملونه هم شته چې د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي.