چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.
د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای به یې د دواړو لوریو ترمنځ وروسته نهایي شي.
دغه راز له افغانستان څخه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل هر اړخیز بحث شوی او چینايي لوري ډاډ ورکړی دی چې د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره به ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا پیل شي.
د یادونې ده چې نن قزاقستان افغانستان ته د پنځه زره ټنه اوړو د ورکړې ژمنه کړې ده.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحث شوی دی. قزاقي لوري ډاډ ورکړی چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان تر څنګ درېږي او بشري مرستو ته به ادامه ورکوي.
په دې لیدنه کې یرزان ملا برادر ته د پنځه زره ټنه اړو د مرستې سند هم ورکړی دی.
قزاقستان ویلي چې ژر به افغانستان ته د دغه اوړو د لېږد بهیر پیل شي.