چین: افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

چین افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

چینايي لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په خپل هېواد کې افغان سوداګرو ته اسانتیاو او فرصتونه برابر کړي.

نوموړي همدا راز ویلي چې افغان سوداګرو ته به د وېزې په ورکړه کې اسانتیا راولي او د کارو بار د پراختیا لپاره به یې هڅې کوي.

په دې لیدنه کې همدا راز د جلغوزیو د صادراتو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې په چين کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو فيسټيوال د نومبر پر ۶ مه په انلاين ډول ترسره شو او ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي چې وزن يې ۲۶ ټنو ته رسيږي، په کې پلورل شوي دي.

ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه ده او هدف يې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چيني او بهرنيو مشتريانو ته د افغانستان په ګډون د یو شمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو او محصولاتو ورپېژندل دي.

د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې غوټۍ په ياد فيسټيوال کې د وياندې په توګه چينايانو ته افغان جلغوزي وروپېژندل او يوه وېډيو يې خپره کړه، چې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې په پکتیا ولايت کې اخيستل شوې او د افغان جلغوزو ښه حاصلات په کې ليدل کيږي.

له دې نه پنځه ورځې وړاندې له کابل څخه ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې شانګهای ته ورسيدل.

د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پر مهال د سوداګريزو توکو د پلورلو په هغو دوو انلاين فعاليتونو کې، چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوي وو، د پلورل شويو توليداتو عمومي ارزښت له ۱۴۰ ميليونو يوانو څخه اوښتی و او د سوداګريزو توکو د پيرودلو په اړه د چيني مشتريانو لوړ شوق او توان ترې څرګند شوی دی.

د چين څلورم نړيوال نندارتون د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره کيږي.

د ۱۲۷ هېوادونو او سيمو نژدې ۳ زره تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی او د برخوالو بهرنيو منځنيو او کوچنيو شرکتونو شمېر يې د تېر کال د نندارتون په پرتله ۳۰ سلنه زيات دی.

د چين مشتريان د دغه نندارتون له لارې نور زيات ښه وارداتي توليدات پېژني او د دې تر څنګ بهرنيو تصديو او سوداګرو ډېر زيات سوداګريز فرصتونه پيدا کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي